د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل : ځانمرګي برید کې درې مړه ، درویشت ژوبل


فایل فوټو
فایل فوټو

د یکشنبې په ورځ د کابل د هوايي ډګر په سرک په ترسره شوې ځانمرګې حمله کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او درویشت نور ژوبل شوي دي.

په کابل کې چارواکو د مشال راډیو افغان څانګې ته وویل چې برید حامد کرزي نړېوال هوایي ډګر ته نږدې د هواپیژندنې په سړک شوی دی. د دوی په وینا حمله د سهار په نهو بجو د ملي اردو د ضربتي لوا پر موټر شوې ده.

چارواکي وايي په بريد کې د يورپي يونين پوليسو يو غړی او دوه افغان ميرمنې وژل شوي دي. کابل کې د وزيراکبر خان هسپتال يو مشر ډاکټر، خليل هوتخېل نن خبريالانو ته دغلته د وروړول شوو افغان زخميان او وژل شوو په اړه وويل:

« د نن ورځې ځانمرګي برید څخه ټول پنځه ویشت تنه زخمیان زموږ روغتون ته رسول شوي وو چې دوو نجونو پکې دلته ساورکړه او درویشت نور ژوبل دي. »

د برید مسولیت طالبانو قبول کړی. ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې په یاده ځانمرګې حمله کې یې ګڼ شمیر کورنیو او بهرنیو سرتیرو ته مرګ ژوبله ور اړولې ده.

په تېرو دوو اونیو کې دا پنځمه حمله ده چې په کابل کې کیږي.

د تېرې پنجشنبې په شپه د کلوله پوشتې په سیمه کې د بهرنیو پر یوه میلمستون حمله وشوه او له هغې وړاندې درې ځله لویې څارنوالۍ ته نږدې چاودنې او انتحاري حملې شوي دي.

XS
SM
MD
LG