د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند او چین کمپنیانو ترمنځ ۲۲ اربه ډالرو ۲۱ معاهدې لاسلیک شوي


د هند وزیراعظم نریندرا مودي چين ته د درې ورځنې سفر په پايه کې نن (شنبه) د دواړو هېوداونو د کمپنيانو ترمنځشاوخوا ۲۲ اربه ډالرو ۲۱ معاهدې لاس ليک شوي دي.

د لاسليک دستوره چې پکې څه باندې ۲۰۰ چينايي او هندي کمپنيانو اجرايوي مشران موجود وو، د هندوستان وزيراعظم نريندرا مودي ورته وويل:

(( راځۍ چې د دواړخيزه ګټو په خاطر په شريکه کار وکړو)) د ده په خبره اوس هند د کاروبار کولو لپاره چمتو دی.

چين چې د هندوستان غټ کاروباري ملګری هېواد دی د دواړو ترمنځ تجارتي مخ په زياتېدو دی.

تېر کال هم د چين ولسمشر شي جن پنګ هند ته د خپل سفر پر مهال د سرمايه کارۍ په لړ کې د ۲۰ اربه ډالرو علان کړی وو چې پکې د دوو صنعتي پارکونو جوړول هم شامل وو.

په دې وروستیو کې د چين او هند ترمنځ د شوو زياتره تړونو له مخې چينايي بنکونه به هندي کمپنيانو ته مالي مرستې ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG