د لاسرسي ځای

په پاکستان کې د مذهبي لږکیو پر چارو نظر لرونکی لیکوال عامر رانا وايي ، وسله وال ځکه شییعه ګان په نښه کوي چې دا د هغوی لپاره یو اسان هدف دی.

پراګ: د پاکستان د بشري حقونو سازمان وايي، په ښاري سیمو کې د فرقه ییز تشدد مخه نه نیول د حکومت او استخباراتي ادارو ناکامي ده. پر مذهبي لږکیو نظر لرونکي وايي، په دغه هېواد کې د فرقه ییز تشدد مسله بېخي جدي شوې ده. بل پلو په کوټه کې مېشت د شییعه هزاره ګانو مشران وايي، دوی د خپلو وګړو پر وژنو احتجاج هم نشي کولای.

د کراچۍ په ښار کې د اسماعیلي فرقې پر وګړو خونړی برید په پاکستان کې د فرقه ییز تشدد تر ټولو تازه لویه پېښه ده.

د پاکستان بشري حقونو سازمان وايي، په ملک کې فرقه ییز تشدد پر دې سربېره د تېر وخت په پرتله زیات شوی دی چې په کراچۍ کې د ۲۰۱۳م کال له سپټمبره راهیسې عملیات روان دي.

د یاد سازمان مشرې زهرا یوسف د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې پر شییعه ګانو شوی برید د استخباراتي ادارو او حکومت ناکامي په ډاګه کوي.

زهرا یوسف وویل: “په کراچۍ کې له قانون سره سم رینجرز ته پوره واک ورکړل شوی دی. دلته د اېف سي ځواک لوی شمېر موجود دی او ځای پر ځای یې چوکۍ دي نو دا د حېرانۍ خبره ده چې پر دې هر څه سربېره دلته د فرقه ییز تشدد داسې پېښې رامنځ ته کېږي. دا د استخباراتي ادارو ناکامي په ډاګه کوي او له دې څخه دا هم ښکاري چې حکومت د وسله والو ډلو پر ضد کومه څرګنده تګلاره نشته.”

فرانس پریس خبري اژانس د می پر پنځلسمه په یو رپوټ کې لیکلي دي چې په پاکستان کې د شییعه ګانو شمېر د دې ملک د ټولې ابادۍ شل فیصده جوړوي.

د اژانس په لیکنه، په تېره یوه لسیزه کې په پاکستان کې سني سختدریځو ډلو په فرقه ییز تشدد کې په زرګونه شییعه مسلکه وګړي وژلي دي.

دا رپوټ لیکي چې په پاکستان کې شییعه ګان تر ټولو په بلوچستان صوبه کې له مشکلاتو سره مخامخ دي چې شاوخوا دوه لاکه وګړي دي.

د هزاره ډیموکرېټک ګوند مشر عبدالخالق هزاره هرازه مشال راډیو ته وویل، زموږ د مشکلاتو اندازه له دې ولګوئ چې د خپلو خلکو د وژلو پر ضد احتجاج هم نشو کولای.

ده وویل ، “موږ دومره نشو کولای چې له خپل جمهوري حق سره سم پرامن احتجاج وګړو. چې کله موږ د خپلو وګړو د وژل کېدو پر ضد احتجاج کول غواړو نو حکومتي او امنیتي چارواکي راته وایي، ستاسو ژوند په خطر کې دی. چې کله یو سیمینار ته ځو نو هم په داسې وېره کې ځو لکه موږ چې د دې ښار نه یو. نو زموږ حالات داسې دي او موږ له بیخي زیاتو مشکلاتو سره مخامخ یو.”

په پاکستان کې د مذهبي لږکیو پر چارو نظر لرونکی لیکوال عامر رانا وايي ، وسله وال ځکه شییعه ګان په نښه کوي چې دا د هغوی لپاره یو اسان هدف دی.

عامر رانا وویل، د فرقه ییز تشدد د مخنیوي لپاره د یو داسې اوږد مهالې تګلارې اړتیا ده چې د قانون پلي کوونکو ځواکونو او استخباراتي ادارو تر منځ د مالومات شریکېده، سلا مشوره او همږغي وي.

نوموړي زیاته کړه ، “ د فرقه ییز تشدد مسله په پاکستان کې بېخي جدي شوې ده. د دې د مخنیوي لپاره به حکومت جدي ګامونه پورته کوي. په دې لړ کې به د قانون پلي کوونکو او استخباراتي ادارو د همکارۍ پر اساس هدفي عملیات ترسره کوي او د دې تر څنګ به له مذهبي عالمانو هم د دې لپاره کار اخلي چې په پاکستانۍ ټولنه کې د فرقو پر اساس د زیاتېدونکي واټڼ په کمولو کې خپل رول ولوبوي.”

په دې اړه مو د پاکستان د مذهبي چارو او مذهبي همږغۍ له وفاقي وزیر سردار محمد یوسف سره د تماس هڅه وکړه خو بریالي نه شو.

د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف د چارشنبې په ورځ په کراچۍ کې د لوړپوړو چارواکو غونډې ته وویل چې د ناقانونه ګرځول شوو ډلو تر څنګ به د هر هغه چا پر ضد بې توپیره عملیات کوي چې په جرمونو کې لاس لري.

XS
SM
MD
LG