د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا اصلاحاتو سپارښتنې نه منو


د فاټا اصلاحاتو سپارښتنې نه منو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:55 0:00

د خېبر قبایلي سیمې سیاسي ګوندونو مشرانو د فاټا اصلاحاتو کمیشن هغه سپارښتنې رد کړلې چې د خېبر پښتونخوا ګورنر ته یې په فاټا کې د ایجنسيو لپاره د کونسلونو جوړولو په باب ویل شوي ول. دا غونډه یوې نادولتي ادارې ساووت ایشیا پاټنرشپ په نوښت نن د جمعې پر ورځ د خېبر ایجنسې په جمرود پریس کلب کې رابلل شوې وه. دوی وايي، چې د نامزدو ایجنسيانو کونسلې ورته نامنظورې دی، او موږ غواړو چې په فاټا کې هم د ملک د نورو برخو په څېر د بالغ رای دهي پر بنیاد ازاد بلدیاتي ټاکنې ترسره شي. دوی زیاته کړه چې د دغه ایجنسۍ کونسل چیېرمېن یو ځل بیا پولیټیکل ایجنټ ټاکل شوی دی او دا ناانصافي ده، پکار ده چې چیېرمېن یې عوامي نماینده وي او پولیټیکل ایجنټ دې کونسل ته جواب ده وي،او دغه کونسل بااختیاره وي. یاده دې وی چې په دې وروستو کې د حکومت له خوا ټاکل شوي فاټا ریفامز کمیشن د فاټا د اصلاحاتو په اړه د خیبر پختونخوا ګورنر ته د ایجنسي کونسل په شمول یو شمیر سپارښتنې وړاندې کړې دي. د فرهاد شینواري ویډيو

XS
SM
MD
LG