د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیکا د ښوونکو له پاره د ښارګوټي د جوړولو کار پیل شو


د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د ښوونکو د کورونو له پاره دښارګوټي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د ښوونکو د کورونو له پاره دښارګوټي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په دې ښارګوټي کې به د یاد ولایت رسمي ښوونکو ته د ځانګړي کړندود له مخې یوه، یوه نمره ځمکه وویشل شي.

نن د جمعې په ورځ د ښوونکو د ښارګوټي د کار د پیل په مراسمو کې د پکتیکا د پوهنې رئیس کوچي ځاځي رسنیو ته وویل، چې په دې ښارګوټي کې به زرو ښوونکو ته نمرې وویشل شي.

نوموړي زیاته کړه:((دا تقریباً د پنځه سوه جریبه ځمکې په حدودو کې ځمکه ده، چې زر نمرې په کې راځي، موږ او تاسو يې نن پرانیسته وکړه، په دې ښارګوټي سره به موږ وتوانیږو، چې په پکیتکا کې چې ډیری ښوونکي يې مسلکي نه دي، په دې سره به مسلکي معلمین راجذب کړو او په ښوونځیو کې به يې په دندو وګمارو.))

د پوهنې رئیس وړاندې وایي، چې د پکتیکا اوراه ځمکه پراخه ده، دوی به په راتلونکي کې یو شمېر نورو سیمو کې لکه ارګون زون کې هم د ښوونکو له پاره ښارګوټی جوړکړي.

دده په خبره په یاد شوي ښارګوټي کې به د پوهني ریاست د انکشافي بودیجې نه په دې ښارګوټي کې د ژوند ټولي اسانتیاوي برابري شي او یوازي کورونه به د ښوونکو په خپل لګښت جوړ شي.

د ښوونکو د ښارګوټي د پرانیستې د مراسمو ګډونوال د ولایت مرستیال عطالله فضلي وویل، چې د ښوونکو دغه ښارګوټی په۵۰۰ جریبه ځمکه کې د مامورینو د ښارګوټي ترڅنګ او ښار ته په نږدې فاصله کې جوړیږي، چې د ښوونځیو، روغتونونو، کانالیزاسیون، جوماتونو او شنو ساحو ترڅنګ به نورې لازمې اسانتیاوي ولري.

نوموړی وایي، چې د ښارګوټي دځمکې ټول قانوني مراحل بشپړ شوي او د یادو اسانتیاوو لګښت به د دولتي بودیجې څخه ورکول کېږي.

د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې یو تن استاد ظفر خان باوري وویل، چې د دې ښارګوټي په جوړولو سره به په دې ولایت د ښوونکو ډیری ستونزي هواري شي او دوی به په راتلونکي کې زده کوونکو ته لاښه ښوونه او روزنه ورکړي:

((د دې شهرک په جوړیدو سره به ښوونکو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شي، دوی به لا ښې ښوونې او روزنې ته زړه ښه کړي، دا د نورو ښوونکو په روحیه هم ښه تاثیر لري، دا د شاګردانو په زده کړو هم ښه اغېز لري.))

د یادولو وړ ده، چې دا په پکتیکا کې لومړنی ښارګوټی ده، چې د ښاري معیارونو برابر به په دې ولایت کې د ښوونکو له پاره جوړ شي.

XS
SM
MD
LG