د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځېنې قوتونه د پاکستان ترقۍ پر ضد دي: نواز شريف


يواځې د پنجاب ترقي ده او موږ د هر هغه منصوبې مخالفت کوو چې ګټه يې يواځې يو قام يا يوې صوبې ته رسي،

د زيارت ورځ ماځيګر په اسلام اباد کې وړو کرونده ګرو ته د قرضو ورکولو يوې دستورې ته په خطاب کې د وزيراعظم نواز شريف وينا وه د پاکستان - چين اقتصادي دهلېز «راهدارۍ» په ګډون د پاکستان ترقۍ هره منصوبه ځينې اندروني او بېروني قوتونو ته نه هضمېږي او په څه نا څه ډول یې په لار کې خنډونه پيدا کوي.

د ده په خبره د حکومتي اقداماتو په وجه دغه ټول قوتونه له ناکامۍ سره مخامخ دي.

نواز شريف وايي ځینې سياسي قوتونه وايي چې ملک کې د هغوي حکومت نه وي نو نه ده پکار چې څه قسمه ترقياتي کار وشي، دوی نه غواړي چې دلته سړکونه جوړ شي، تياره ختمه شي، د توانايي مسله حل شي، بجلۍ راشي او دغه رنګ نور کارونه وشي او ځينې بهرني قوتونه هم دا غواړي او د دې مقصد لپاره یې په کراچۍ کې بې ګناه، بې ضرره او پر وطن مين اسماعيليان ووژل.

وزيراعظم ژمنتیا وښودله چې ډېر زر به د هغې پېښې ککړ کسان ونيول شي.

آيا واقعي ځینې قوتونه د پاکستان د ترقۍ پر ضد دي. مشال راډيو په دغه اړه د عوامي نېشنل ګوند له پخواني سېنېټر عبدالنبي بنګشه تپوس وکړ نو هغه وويل چې دلته د پاکستان د ترقۍ معنا يواځې د پنجاب ترقي ده او موږ د هر هغه منصوبې مخالفت کوو چې ګټه یې يواځې يو قام يا يوې صوبې ته رسي. دی وايي د پاکستان - چين تجارتي راهدارۍ منصوبه له خېبر پښتونخوا شورو کېږي او په بلوچستان ختمېږي. خو د دواړو صوبو له ولسي استازو پکې تپوس نه دی شوې او ټوله منصوبه دوووروڼو پنجاب ته واړوله، هم دغه رنګپه خېبر پښتونخوا کې له اوبو د بجلۍ پیدا کېدو ډېرې موقعې موجودې دي خو له لمره، هوا، تېلو او کویلې څخه د بجلۍ پېدا کولو منصوبې يواځې په پنجاب کې لګېږي او که دا طرېقه جاري وي نو موږ ته پرې ضرور اعتراض دی.

د ده په خبره پنجاب موږ ته د ترقۍ موقع نه راکوي او غواړي چې موږ يواځې د دوی د مفاداتو څوکيداري وکړو.

د عبدالنبي بنګش په خبره د پارليماني لېډرانو په غونډه کې وزيراعظم او نورو وفاقي وزيرانو دوی نه دي مطمین کړي بلکې دغه غونډه د کراچۍ پېښې په وجه نېمګړې پاته شوه او اميد دی چې وزيراعظم به په دغه لړ کې ډېر زر يوه بله غونډه را وبولي.

XS
SM
MD
LG