د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندهار خالدې نوریې د البرایت جایزه یووړه


د مدلین البرایت جایزه هر کال هغو ښځو ته ورکول کیږي چې په خپلو ټولنو کې یې د ښځو لپاره د پام وړ فعالیت کړی وي.
د مدلین البرایت جایزه هر کال هغو ښځو ته ورکول کیږي چې په خپلو ټولنو کې یې د ښځو لپاره د پام وړ فعالیت کړی وي.

میرمن رولا غني په دې مراسمو کې په خپلو لنډو خبرو کې وویل چې د افغانستان ښځې کمزورې نه دي، هغوی زیارکښه، غښتلې او زړورې دي

د امریکا ملي دموکراتیک انستیتوت د مدلین البرایت جایزه افغان میرمنې خالده نوري ته ورکړه. خالده د کندهار په ولایت کې د ښځو او نجونو د پیاوړي کولو لپاره هڅه کوي.

٢۴ کلنه خالده نوري د کندهار په ولایت کې چې یو وخت د طالبانو د رژیم اداري مرکز او د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو د شتون لپاره یوه ممنوعه سیمه وه، د کارگرو ښځو د ټولنیزې موسسې له لارې وکړای شول د زیات شمیر ښځو سره په سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او د مدیریت په برخو کې مرسته وکړي.

خالده نوري د مدلین البرایت د جایزې د ترلاسه کولو په وخت د کارگر ټولنیزې موسسې د رئیسې په توگه خپلو هڅو ته په اشارې وویل چې ښځې او نجونې ددې موسسې له لارې پخپله د ښځو په وسیله او د ټولنیزو او عقیدوي ارزښتونو په پام کې نیولو سره زده کوي.

په هغو مراسمو کې چې په واشنگټن ډي سي کې ددې بنسټ په مرکزي دفتر کې "د افغانستان ښځې: اوسنی بدلون، زنان افغانستان: دگرگونی کنونی، د راتلونکې ترلاسه کول" تر عنوان لاندې جوړ شوي وو د افغانستان لومړی میرمنې رولا غني هم خبرې وکړې.

میرمن غني په دې مراسمو کې په خپلو لنډو خبرو کې وویل چې د افغانستان ښځې کمزورې نه دي، هغوی زیارکښه، غښتلې او زړورې دي. هغې وویل "په تیرو اته میاشتو کې د افغانستان له گوټ گوټه د ښځو مختلفو ډلو سره مې لیدنه کړې او له هغوی مې زیات څه زده کړي دي، زده کړي مې دي چې په مصیبت او تر فشار لاندې حالاتو کې څنگه د عزت ژوند وکړو".

رولا غني وویل چې افغاني ښځې په سختو شرایطو کې ژوند کوي، خو د نړۍ زړهورې ښځې دي. هغې د فرخندې د وژنې پیښې ته په اشارې وویل چې هغه ځوانه نجلۍ د تعویز لیکلو ناوړه دود ته په گوتې نیولو سره د ځوانو نارینو د ډله ییز تاوتریخوالي ښکار شوه، خو زیاته یې کړه چې دې پیښې د افغانانو په ذهنیت په مثبته توگه اثر کړی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د سنا مجلس غړې باربرا میکولسکي هم په دې مراسمو کې خبرې وکړې او د میرمن غني د کړو او هڅو ستاینه یې وکړه.

میرمن میکولسکي وویل "مونږ تاسې ]افغانان[ هیر کړي نه یاست، تاسې یواځې نه یاست، تاسو د امریکایانو د همکارۍ نیکې هیلې له تاسو سره دي".

مدلین البرایت د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره ده. د البرایت جایزه هر کال د نړۍ په گوټ گوټ کې هغو ښځو ته ورکول کیږي چې په خپلو ټولنو کې یې د ښځو د پیاوړي کولو او غښتلتیا لپاره د پام وړ فعالیت کړی وي.

XS
SM
MD
LG