د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې ناامنیو انديښنې راټوکولې دي


Local political leaders' gathering over security concerns in Khost.
Local political leaders' gathering over security concerns in Khost.

په خوست کې د سیاسي ګوندونو او ټولنیزو سازمانونو یو شمېر غړي، په افغانستان کې د روانو ناامنیو په اړه انديښنه څرګندوي او وايي، که چیرې ملي امنیتي ادارې په خپلو کې همغږي ډېره نه کړي او فعالیتونه يې تر یوې قوماندې لاندې رانشي، نو ښايي دا ډول ستونزې لاپسې ډېرې شي.

په خوست کې د سیاسي ګوندونو او ټولنیزو سازمانونو یو شمېر غړي، په افغانستان کې د روانو ناامنیو په اړه انديښنه څرګندوي او وايي، که چیرې ملي امنیتي ادارې په خپلو کې همغږي ډېره نه کړي او فعالیتونه يې تر یوې قوماندې لاندې رانشي، نو ښايي دا ډول ستونزې لاپسې ډېرې شي.

دوی چې د جمعې په ورځ د سیاسي ګوندونو او سازمانونو په یوه ګډه ناسته کې راغونډ شوي ول، د ملي یووالي حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د روانو ناامنیو د مخنیوي له پاره خپل تدابیر پراخ کړي.

د سمون انجمن غړي یوسف انتظار مشال راډیو ته وویل، چې د افغانستان په اوسنیو ناامنیو کې د ګڼو داخلي لاملونو تر څنګ بهرني لاسونه هم موجود دي:

((په هېواد کې د ناامنیو ستونزې له یوې ورځې نه بلې ورځې ته په ډېریدو دي، همدارنګه بهرنۍ مداخلې هم په دې کې ښکیلې دي، بل موږ یوه داسې اداره چې د قانون د حاکمیت پر بنسټ ولاړه وي نه لرو، چې دې کار هېوادوالو ته ګڼې ستونزې رامنځته کړي دي، موږ هیله من یو افغان حکومت هر څومره ژر چې کیدای شي، د اوسنیو ناامنیو د مخنیوي له پاره لازم تدابیر ونیسي.))

په خوست کې د ټولنیزو سازمانونو دوه تنه غړي د امنیت په ټېنګولو کې د خلکو او قومونو ونډه مهمه بولي او زیاتوي، که چیرې د خلکو او حکومت ترمنځ باور ډېر نه شي، نو بیا د دواړو لورو تر منځ لازمه همکاري نه تامینيږي:

((زه حاجي یوسف خان یم، زه دومره ویلای شم، چې قومونه په دې کې مهمه ونډه لري، ځکه چې قومونه که د دولت سره څنګ په څنګ ونه دریږي، نو دا دولت نه جوړیږي، د امنیت په اړه اوسمهال خامخا انديښنې ډېرې دي.

۲-زما نوم حمید ګل منګل دی، که چیرې د خلکو او حکومت تر منځ فاصله وي، خلک ناراضه وي او دوی ته کار نه کیږي، بیا نو هسې همکاري له دولت سره نه کیږي، څرنګه چې لازمه وي، ډېر وخت کیږي چې د ملي وحدت حکومت جوړ دی، خو زه يې په دې جوړ نه بولم، چې تر اوسه په ولایتونو کې سرپرستان دي، تر ډېره ځنډه کابینه نه جوړیده، دفاع وزیر مو تر اوسه هم نه دی مقرر شوی، نو ځکه ناامنۍ ډېرې شوي دي.))

مدنی فعال سخي جان سرحدي د امنیتي ارګانونو تر منځ د همغږیتوب په ډېریدو ټينګار کوي او زیاتوي، چې پوځي ادارې باید یوه قومانده او یو رهبریت ولري:

((دا امنیتي ارګانونه باید خالصه یوه قومانده ولري، یو رهبریت ولري او یو انتظام ولري، څو چې دوی یو لاس نه شي، نو د دوی د نه هماهنګۍ ستونزه ولس ته رسیږي، او هم امنیتي ارګانونه قرباني ورکوي، موږ وایو چې نه، د ملي یووالي حکومت چارواکي باید د خپلو شخصي ګټو نه د ولس د ګټو له پاره تېر شي.))

په خوست کې د سیاسي ګوندونو او ټولنیزو سازمانونو غړي داسې مهال په افغانستان کې د راونو ناامنیو په اړه خپله اندېښنه په ډاګه کوي، چې د بخښنې نړېوال سازمان په یوه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ یې خپور کړ، ویلي چې د کابل په زړه کې پر یو مشهور هوټل برید څرګندوي چې د طالبانو پسرلنۍ حملې اوج ته رسېدلي او ورسره د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خطر هم خورا زیات شوی دی.

د راپورنو له مخې د کابل په کلوله پشته کې پر یو هوټل د طالبانو برید ۱۵ ملکي افغانان او بهرنیان وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي، د تېرې چارشنبې په ماښام وسله وال کسان په داسې حال کې دې هوټل ته ننوتل چې په انګړ کې یې یوه مېلمستیا روانه وه.

XS
SM
MD
LG