د لاسرسي ځای

د پکتیا د استیناف محکمې رییس په کابل کې ووژل شو


د پکتیا د استیناف محکمې رییس بېګا شپه په کابل کې ووژل شو.د کابل د امنیه قومانداني د جنایي تحقیقاتو مشر جنرال محمد فرید افضلي نن (جمغه) مشال راډیو ته وویل:

((تیره ورځ د شپې د اته نیمو بجو شاوخوا یوه ناپیژندویه کس د پکتیا د استیناف محکمې رییس ور ټکوي چې کله رییس راوځي هغه وژني.))

د جنرال افضلي په وینا تر اوسه د دې قتل علت معلوم نه دی.

XS
SM
MD
LG