د پاکستان وزیراعظم ویلي، ((ځېنې کورني او بهرني قوتونه)) نه غواړي چې د چین و پاکستان اقتصادي لار پروژه عملي شي.
دا خبره نواز شریف تېر مازیګر په اسلام اباد کې بزګرانو یا کروندګرانو ته د پورونو ورکولو یوې پروژې پیلولو پر مهال وکړه.
نواز شریف د کاشغر ګوادر پر اقتصادي لار انتقاد کوونکو ته په اشاره وویل:
((دا خلک نه غواړي چې هېواد نوي سړکونه، انفراسټرکچر یا زېربنا، او د صحت او تعلیم اسانتیاوې ولري.))
په وینا کې نواز شریف په کراچۍ کې پر اسماعیلیانو برید وغنده او زیاته یې کړه چې د کابل سفر پر مهال افغان ولسمشر اشرف غني د ترهګرۍ پر ضد په ګډو هڅو کولو سلا شوی.
په پاکستان کې ملتپاله سیاسي ګوندونه پر وفاقي حکومت تور پورې کوي چې د کاشغر ګوادر لار یې له خیبر پښتونخوا او بلوچستانه، پنجاب ته اړولې ده. حکومت دا تور ردوي.