د لاسرسي ځای

د اسلامي دولت وسله والې ډلې یو غږیز پیغام خپور کړی او وايي، دا د ډلې مشر ابو بکر بغدادي له طرفه دی.

د وسله والو پر ووبپاڼو په خپور شوي پروني نیم ساعته پیغام کې پر مسلمانانو ټینګار شوی چې د وسله والو په وینا، د خلافت لپاره وجنګېږي.

په پیغام کې پر هغو سني ولسي وګړو هم انتقاد شوی چې د عراق په غربي ولایت انبار کې له روانې جګړې تښتي او د حکومت تر واک لاندې سیمو کې پناه اخلي.

په سمدستي توګه د دې پخلی نه دی شوی چې ایا دا غږ (ږغ) د بغدادي دی او که څنګه؟

تر دې مخکې د بغدادي وروستی غږیز پیغام د ۲۰۱۴ز کال په نومبر کې تر هغې څو ورځې وروسته خپور شوی وو چې عراقیو چارواکو په یوه هوايي برید کې د هغه د ژوبلېدو دعوه کړې وه.

تېره میاشت رپورټونو وویل چې بغدادي په یوې بمبارۍ کې ژوبل شوی، خو د امریکا دفاع وزارت وویل داسې هېڅ دلیل نه لري چې فکر وکړي چې هغه به ژوبل وي.

XS
SM
MD
LG