د لاسرسي ځای

امریکايي ولسمشر باراک اوباما ژمنه کړې چې له خلیج عربي هېوادونو سره به ودرېږي او د بهرنیو بریدونو پر وړاندې به یې دفاع کوي.

بېګا په کیمپ ډېوېډ کې د شپږو خلیجي هېوادونو تر سرمشریزې وروسته اوباما وویل، هېواد به یې د خلیج همکارۍ شورا له غړو هېوادونو سره په سیمه کې د ایران له خوا ((د بې ثباتۍ فعالیتونو)) په اړه په اقداماتو کې مرسته کوي.

د خبري غونډې پر مهال نوموړي د قوي الفاظو په استعمال هڅه وکړه چې هغه اندېښنې ارامې کړي چې خلیجي هېوادونه یې په سیمه کې د ایران پراخېدونکي نفوذ او په شام، یمن، عراق او نورو ځایونو کې د نیابتي جګړو په اړه لري.

ده وویل، یو ځل بیا ((دا باوري کوي چې په خلیج کې د خپلو ملګرو هېوادونو امنیت ته کلکه ژمنتیا لري.)) اوباما وویل:

((سپینول غواړي چې امریکا خپلې ژمنتیاوې پوره کوي.)) اوباما دا هڅه هم وکړه چې د خلیجي هېوادونو مشرانو ته باور ورکړي چې د ایران اټومي پروګرام په اړه د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره کېدونکی هر تړون به د تهران د اټومي وسلو ارمانونه یا هیلې محدودې کړي او دا به سیمې ته ګواښ نه بلکې ګټه ورسوي.

XS
SM
MD
LG