د لاسرسي ځای

تازه خبر

“پر ولسي وګړو بریدونه جنګي جرم دی”


د بښنې نړیواله اداره (ایمنسټي انټرنیشنل) وايي، پر ولسي وګړو د وسله والو طالبانو حملې جنګي جنایت دی.

د دې ادارې د افغانستان د څانګې څېړونکې حوریې مصدق بېګا مشال راډیو ته وویل، دا ډول بریدونه د انسان ژوند سپکاوی دی.

د چارشنبې یا شورو پر ماښام د کابل پر یوه هوټل په وسله وال برید کې یو شمېر بهرني او افغان ولسي وګړي ووژل شول.

د بښنې نړیوال سازمان همدا راز پر افغان حکومت غږ (ږغ) کړی چې د ولسي وګړو ساتنه دې باوري کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG