د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د کراچۍ پر پېښه ویر اعلان کړی


په پاکستان کې دغه ویر له هغو وروسته اعلان شو چې د چارشنبې پر ورځ د کراچۍ ښار په صفوره چورنګي سيمه کې د اسماعيلي فرقې پر یو بس د وسله والو لخوا په بريد کې۴۳ کسان ووژل شول.

په پاکستان کې دغه ویر له هغو وروسته اعلان شو چې د چارشنبې پر ورځ د کراچۍ ښار په صفوره چورنګي سيمه کې د اسماعيلي فرقې پر یو بس د وسله والو لخوا په بريد کې۴۳ کسان ووژل شول.

د مشال راډیو خبریال وایي چې نن (پنجشنبه) په کراچۍ ښار کې ټرانسپورټ او ټولې کاروباري ادارې تړل شوی دي.

د پاکستان وزير اعظم نواز شريف د چارشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د سیاسي مشرانو يوې غونډې ته د وینا پرمهال د دې بريد په اړه وويل:

(( اسماعيلي فرقې ټل د پاکستان ښه کولو سوچ لري او د پاکستان پیاوړتیا لپاره یې مهم رول لوبولی دی نو زما په اند دا په پاکستان کې د انتشار خورولو يو غندونکې هڅه ده.))

د دې پیښې وروسته نواز شريف او د پاکستان پوځ مشر جنرل راحيل شريف د چارشنبې پر ورځ کراچۍ ته ورسېدی.

د اسماعلیانو فرقی مشر کریم اغا خان او د بشري حقونو ادارې ايمنستي انترنشنل تر څنګ د پاکستان يو شمير سیاسي ګوندونو مشرانو هم دغه پیښه په سختو ټکیو غندلې ده.

بلخوا بېګا شپه د کراچۍ په بېلا بېلو سیمو کې د رینجرز خواکونو لخوا د لټون په عملیاتو کې د شک پر بنیاد۷۰ کسان نيول شوي دي.

XS
SM
MD
LG