د لاسرسي ځای

د افغانستان د بادغیس ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، اته وسله وال طالبان په دغه ولایت کې د هغه ماین په چاودنه کې وژل شوي، چې دوی ښخ کړي وو.

د بادغیس د سرپرست والي ویاند میرویس میرزک وال مشال راډیو ته وویل، چې دا پيښه نن (پنجشنبه) سهار په بالا مرغاب ولسوالۍ کې شوې ده.

د یوبل خبرله مخې دفاع وزارت وایي چې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې ۸۶ تنه وسله وال او ۲ د ملي اردو سرتیرې وژل شوي، ۷۳ وسله وال ټپیان او یوه اندازه وسله هم ترلاسه شوې ده.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې په دې اړه جزیات نه دي خپاره شوي او وسله والو مخالفینو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اخوا د چارشنبې پر ورځ د بګرام ولسوالۍ امنیه قومندان محمد معصوم فرزه یې مشال راډيو ته وویل، چې بېګا شپه پر نړېوالو ځواکونو د دغه ولسوالۍ په خنجرخیل سیمه کې ریموټ لرونکی ماین وچاودید خو په خبره یې تلفات نه لري.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې حملې مسولیت منلی او ادعا کوي، چې بهرنیو ځواکونوته یې مرګ ژوبله اړولې ده خو چارواکي دا خبره ردوي.

XS
SM
MD
LG