د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر اوباما د سعودي عربستان له مشرانو غږېدلی


د امریکا ولسمشربارک اوباما د شورو «چارشنبه»پر ورځ پرون په سپینه ماڼۍ کې د سعودي عربستان له مشرانو سره د امریکا د هغو هڅو په باب وغږېدلو چې موخه یې له ایران سره د یوې اټومي موافقې رامنځته کول دي.

اوباما د سعودي عربستان له ځایناستي شهزاده محمد بن ناییف او د هغه له مرستیال محمد بن سلمان سره وکتل.

د سعودي عربستان پادشا سلمان واشنګټن ته له سفره ډډه کړې وه.

اوباما وویل، متحده ایالات او سعودي عربستان ډیر ښه دوستان دي او د دغو اړیکو سابقه د فرانکلین روزوېلټ تر وخته رسېږي.

اوباما زیاته کړه چې په سیمه کې د ایران اغېز پر زیاتوالي راپورته شوی کړکېچ اوس دغه اړیکې له سختو ننګونو سره مخامخ کړي دي.

اوباما او د سعودي عربستان مشرانو دغه راز په دې اړه چې په څه ډول په یمن کې اوربند ټینګیدای شي او هم د یوه پراخ بنسټه او روا حکومت د جوړولو په اړه خبرې وکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG