د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په افغانستان کې د بشري حقونو مبارزې تر بریدونو لاندې دي"


د افغان مېرمنو غونډه (پخوانی عکس)
د افغان مېرمنو غونډه (پخوانی عکس)

د بخښنې نړیوالې ادارې – ایمنسټي انټرنشنل – وايي ، په افغانستان کې هغه مېرمنې د بریدونو له ګواښ سره مخامخ دي څوک چې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره کار کوي.

پراګ: د بخښنې نړیوالې ادارې – ایمنسټي انټرنشنل – وايي ، په افغانستان کې هغه مېرمنې د بریدونو له ګواښ سره مخامخ دي څوک چې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره کار کوي.

یادې ادارې د افغانستان په دیارلسو ولایتونو کې د بشري حقونو لپاره له کارکوونکو مېرمنو سره خبرې کړې دي او دا یې مالومه کړېده چې د دوی ورځنی ژوند څنګه تېریږي.

د بخښنې نړیوالې ادارې – ایمنسټي انټرنشنل – د رپوټ په پیل کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره کارکوونکې مېرمنې په کلتوري ، مذهبي او ټولنیزه توګه له مشکلاتو سره مخامخ دي.

ایمنسټي انټرنشنل تر پنځوس له زیاتو داسې مېرمنو سره خبرې کړې دي چې د افغانستان په دیارلسو ولایتونو کې د بشري حقونو لپاره مبارزه کوي.

د نمروز ولایت سنېټرې روح ګل خېرخوا یادې ادارې ته ویلي چې په افغانستان کې د حکومت مخالفین د دې لپاره د بشري حقونو نامتو مبارزې په نښه کوي چې د مېرمنو د حقونو لپاره پورته کېدونکی ږغ خاموشه کړي.

روح ګل خېرخوا د مېرمنو د حقونو هغه مبارزه ده چې د ۲۰۱۳م کال د اګست پر څلورمه یې په غزني کې پر موټر وسله والو طالبانو برید کړی وو په کوم کې چې دا ژوندۍ پاتې شوې وه خو یوه لور او ورور یې وژل شوي وو.

وسله والو طالبانو روح ګل خېرخوا نهه مرمۍ ویشتلې وه د کوم له کبله چې دې دوې میاشتې په روغتون کې تېرې کړې وې او په یاد برید کې تر ټپي کېدو وروسته د نوموړې یوه لور د تل لپاره معیوبه شوې هم وه.

اداره لیکي ، چا دا فکر نه کاوی چې روح ګل خېرخوا دي بیا جوړه شي او بیا دي د افغانستان په مشرانو جرګه یا سېنټ کې د مېرمنو د حقونو لپاره ږغ پورته کړي.

خو روح ګل خېرخوا چې کله له روغتونه راووته نو بیرته یې په خپلو هلو ځلو پیل وکړ او وايي چې دا د دې لپاره نورې مېرمنې هڅوي چې د خپلو حقونو لپاره ږغ پورته کړي.

اداره په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د کارکوونکو ستونزو ته په اشاره لیکي چې روح ګل خېرخوا پر دې سربېره خپلې مبارزې ته دوام ورکړی چې پرلپسې دهړکې ورکول کېږي.

ایمنسټي انټرنشنل لیکي چې تر ټولو د پرېشانۍ خبره دا ده چې په دیارلس ولایتونو کې د هغو پنځوسو مېرمنو کیسې ټولې روح ګل خېرخوا ته ورته دي چې په خپلو سیمو کې د مېرمنو د حقونو دفاع کوي.

د ادارې په لیکنه ، دا هغه مېرمنې دي چې په افغانستان او نړۍ کې د مېرمنو او نجونولپاره د منل شویو حقونو د خوندیتوب لپاره کار کوي.

رپوټ لیکي ، دا مېرمنې یوازې له دې کبله نه په نښه کېږي چې دوی څه کوي بلکې له دې کبله هم بریدونه ورباندې کېږي چې د برید کوونکو په فکر د مېرمنو ټولنې ته راوتل د کلتور ، مذهب او ټولنیزو دودونو خلاف کار دی.

ایمنسټي انټرنشنل د دې مېرمنو له خولې لیکي چې د افغان حکومت ځايي چارواکو هم د مېرمنو پر حقونو سترګې پټې کړې دي او ههم پر هغوی د کېدونکو بریدونو د مخنیوي لپاره څه نه کوي.

XS
SM
MD
LG