د لاسرسي ځای

"د کاشغر ــ ګوادر لار به خواره واره پښتانه پر کور کړي"


کاشغر ګوادر لاره

کاشغر ګوادر لاره

د پاکستان د پلان جوړونې او پرمختګ وزیر احسن اقبال د سیاسي مشرانو غونډې ته وویل ، د ګوادر او کاشغر تر منځ دا تجارتي لار یو داسې پروژه ده چې تر ۲۰۳۰م کاله به سرته ورسېږي.

پراګ: د پاکستان د پلان جوړونې او پرمختګ وزیر احسن اقبال د چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د ملک سیاسي مشرانو ته په مالوماتو ورکولو کې وویل چې د ګوادر او کاشغر ترمنځ لویه تجارتي لار به په داسې توګه جوړېږي چې د ملک ټولو صوبو ته ګټه ورسوي.

د پاکستان د پلان جوړونې او پرمختګ وزیر احسن اقبال د سیاسي مشرانو غونډې ته وویل ، د ګوادر او کاشغر تر منځ دا تجارتي لار یو داسې پروژه ده چې تر ۲۰۳۰م کاله به سرته ورسېږي.

احسن اقبال زیاته کړه چې دا پروژه به په داسې توګه تر سره کوي چې د ملک ټولې صوبې یې له ګټو او اسانتیاوو برخمنې شي.

د اقتصادي چارو کارپوه اکرام هوتي د دې پروژې د ارښت په اړه مشال راډیو ته وویل، دا یو داسې پروژه ده چې چین ورته له تېرو شلو کالو راهسې تیاري کړې ده.

له اکرام هوتي څخه مي وپوښتل چې د چاینا پاکستان اکنونامیک کوریډور په نامه دا پروژه په اصل کې ده څه؟

نو هغه وویل ، چین له ټولې نړۍ سره د مځکې له لارې د تجارت تابیا کړېد او اوس تر سمندره د رسېدوه لپاره په پاکستان کې تر ګوادره سړک او د اورګاډي پټلۍ جوړوي او د هم دې لپاره یې د ګوادر بندرګاه اخیستی دی.

اکرام هوتي وویل ، له نړۍ څخه به سامانونه د سمندر له لارې د ګوادر بندرګاه ته ځي او له هغه ځایه به د دې سړک او اورګاډي په وسیله د چین د سینکیانګ تر کاشغره رسېږي.

د اپرېل په پای کې پاکستان ته د چین د ولسمشر شي جینګ پینګ له سفره ورسته په دې اړه تود بحث پیل شو چې دا لار به د پخوانۍ نقشې مطابق په پښتنو سیمې کې تېرېږي او که نه پنجاب ته به واړول شي؟

د پاکستان د پلان جوړونې او پرمختګ وزیر احسن اقبال د سیاسي مشرانو غونډې ته وویل چې دا تر وخت له مخه خبره ده چې له دې پروژې څخه به یوازې د ملک ځینې برخې ګټه واخلي.

اوس پوښتنه دا راپورته کېږي چې د چاینا پاکستان اکنونامیک کوریډور په نامه دې ستره اقتصادي پروژه کې تر ټولو مهم څه دي؟

اکرام هوتي په دې اړه وویل چې په دې پروژه کې تر ټولو مهم صنعتي زون او سړک دی. هغه ځکه چې اورګاډی به هسې هم د سامانونو د انتقال لپاره دې صنعتي زونونو ته ورځي.

اکرام هوتي د صنعتي زون په اړه وویل ، دا د سړک او اورګاډي د پټلۍ پر څنګ پر میلونو مځکه جوړ داسې یو ځای وي چې په هغه کې کارخانې ، لوی لوی ګودامونه او د مزدورانو لپاره ځایونه جوړ کړي.

د ده په وینا ، دې صنعتي زونونو ته به اوبه ، بجلي او ګېس ور وستل کېږي او له هغه وروسته به دا کارخانې په کار پیل کوي او پیداوار به یې د هم دې سړک او اورګاډي له لارې نورو سیمو ته وړل کېږي.

په کراچۍ کې مېشت پښتون تجار امیر حمزا مروت وايي ، که چېري دا تجارتي لار د پښتنو په سیمه کې تېره کړل شي نو د پښتنو پر اقتصادي حالت به یې بیخي زیات مثبت اغېز پرېوزي.

امیر حمزا مروت وویل ، نن سبا پښتانه په نړۍ کې خپاره دي او له مجبورۍ هغه کارونه کوي چې نور خلک یې نه کوي. نو که چېري دا تجارتي لار د پښتنو په سیمو کې جوړه شي نو پښتون به په خپل کور کې د روزګار خاوند شي.

د یادونې وړ ده چې یو شمېر ګوندونو په ځانګړې توګه عوامي نشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند وار له مخه په ډاګه کړېده چې دوی به د پاکستان مرکزي حکومت دې ته پرېنږدي چې د دوی په وینا د ګوادر او کاشغر تر منځ دا تجارتي لاره د پښتنو له سیمو پنجاب ته واړوي.

XS
SM
MD
LG