د لاسرسي ځای

په کراچۍ کې د ۱۲می خونړۍ پېښې ضد د پښتونخوا معپ احتجاج


په کراچۍ کې د ۲۰۰۷ کال د می ۱۲ نېټې د خونړۍ پېښې په یاد کې پښتونخوا ملي عوامي ګوند په اسلام اباد کې احتجاجي غونډه وکړه . اته کال مخکې د مئ پر ۱۲ تاريخ په کراچۍ کې د هغه وخت لیرې کړل شوي چیف جسټس افتخار محمد محمد چودري د بحالۍ لپاره راووتی چې ډزې پرې وشوې او ۴۸ کسان چې ډېری یې پښتانه ول ووژل شول. د پښتنو ملتپالو ګوندونه یې پړه د هاغه مهال پر پوځي دیکټېټر جنرال پروېز مشرف او د هغه پر ملاتړي ګوند متحده قامي مومنټ اچوي. خو هغوی ترې انکار کوي.

XS
SM
MD
LG