د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کاشغر - ګوادر لاره اړول د پښتنو معاشي ټولوژنه کول دي


د کاشغر - ګوادر لاره اړول د پښتنو معاشي ټولوژنه کول دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:39 0:00

په اسلام آباد کې د عوامي نېشنل پارټۍ، پښتونخوا ولسي غورځنګ د خېبر پښتونخوا واکمن او اپوزيشن ګوندونو د سېشنبې پر ماځيګر د مظاهرو له لارې د پاکستان له وفاقي حکومته غوښتنه وکړه چې د چين او پاکستان تر منځ دې د کاشغر ګوادر اقتصادي کوريډور په زړه نقشه عملي کړي او د نوي نقشې په عملي کولو سره دې د وړو صوبو حقوق تر پښو نه لاندې کوي. د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سیکرېټري د خپل ګوند په لاریون کې له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د ګوادر – کاشغر لارې اړول د پښتنو معاشي ټولوژنه ده او دا به هېڅکله پرېنږدو. د پښتونخوا ولسي تحريک يو مشر ډاکټر سيد عالم مسود په دې لړ کې پرون مشال راډيو ته وويل چې دا بايد د چين او پاکستان تر منځ کوريډور وي نه چې د چين او پنجاب تر منځ. د سیراج ظهیر ویډیو

XS
SM
MD
LG