د لاسرسي ځای

تازه خبر

“ بانکي مون دې په یمن کې د سولې خبرو لپاره اقدام وکړي”


د ملګرو ملتونو امنيت شورا د دې سازمان پر عمومي منشي بانکي مون د سېشنبې پر ورځ غږ کړی د يمن په اړه د سولې مذاکرات تر سره کړي او پر ښکيلو ټولو غاړو ټينګار وکړي چې د پنځو ورځو لپاره پر بشري بنيادونو رامنځ ته شوی اوربند عملي کړي.

د شورا په بيان کې ويل شوي چې د ملګرو ملتونو په رهنمايي دې په دغه مذاکراتو کې ټولې خواوي ګډون وکړي او د دې مشري بايد يمنيان وکړي.

د يمن لپاره د ملګرو ملتونو نوي استازي اسماعيل اُولد شېخ احمد پرون يمن ته خپل لومړی سفر پيل کړ. که څه هم تر اوسه د مذاکراتو په اړه حتمي وخت او نېټه نه ده ټاکل شوې خو امنيت شورا د روانې مياشتې پر ۱۷مه نېټه د سعودي عرب په سرښار رياض کې د رابلل شوي کانفرنس هر کلی کړی دی.

د ملګرو لخوا دا اقدام تر هغه وروسته واخيستل شو کله چې پرون د ځايي وخت د شپې پر ۱۱ بجې تر اوربند سمدستي وروسته د يمن په سوهېلي ښار دهلې کې د مځکنۍ جګړې راپورونه راغلل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG