د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري ويلي دي، د اوکراين په کړکېچ کې ښکېل ټول لوري باید په فبروري کې په منسک کې د شوي اوربند له سرغړونو لاس واخلي.
کېري زياته کړه، که د سولې موافقه په بشپړه توګه عملي شي، لويديځ به پر روس لګول شوي بنديزونه ليري کړي.
نوموړي دا خبرې د سېشنبې پر ورځ د روس له ولسمشر سره د تورې بحيرې د ساحل پر غاړه په سوچي ښار کې تر څلور ساعته ملاقات وروسته وکړې.
د اوکراين د بحران د پيل راهيسې دا لومړی ځل دی چې کېري روس ته سفر کوي.
نوموړي د امريکا او روس پر همکارۍ ټينګار وکړی او دا يې فوري ضرورت وباله چې په ختيځ اوکراين کې د دې هېواد د امنيتي ځواکونو او روس پلوه بېلتن پالو تر منځ د روان جنګ په ګډون د نړيوالو چېلنجونو مخنيوی وکړي.
له پوټن سره تر ليدنې وړاندې کېري د روس د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف سره هم ملاقات وکړی چې څلور ساعته يې دوام وکړ.