د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کاشغر - ګوادر لارې اړولو پر ضد لاریون


په اسلام آباد کې يو شمېر سياسي ګوندونو او مدني ټولنو د کاشغر ګوادر اقتصادي لارې اړولو په ضد احتجاجي مظاهره وکړه.

د پښتونخوا ولسي تحريک تر سيوري لاندې د خېبر پښتونخوا واکمن او اپوزيشن ګوندونو د سېشنبې پر مازيګر د مظاهرې له لارې د پاکستان له وفاقي حکومته غوښتنه وکړه چې د چين او پاکستان تر منځ دې د کاشغر ګوادر اقتصادي کوريډور په زړه نقشه عملي کړي او د نوي نقشې په عملي کولو سره دې د وړو صوبو حقوق تر پښو نه لاندې کوي.

د پښتونخوا ولسي تحريک يو مشر ډاکټر سيد عالم مسود په دې لړ کې پرون مشال راډيو ته وويل چې دا بايد د چين او پاکستان تر منځ کوريډور وي نه چې د چين او پنجاب تر منځ.

د چيڼ پاکستان اقتصادي کوريډور په اړه عوامي نېشنل ګوند د روانې مياشتې پر ۱۶مه نېټه په کوټه کې ټول ګونديزه غونډه هم رابللې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG