د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل شېر پور خالي خالي ښکاري


د شېر پور یو کور
د شېر پور یو کور

د فرانسې خبري اژانس د افغانستان په زړه کابل ښار کې د شېر پور د عصري استوګن ځایونو په اړه یو راپور خپور کړی چې ورکې راغلي ، د ۲۰۰۱ کال د پېښو نه پس په افغانستان کې یو شمير پخوانیو جنګسالارانو او د اپیمو سوداګرو فرصت پیداکړ چې په یاده سیمه کې د میلیونونو ډالرو په ارزښت د استوګنې کورونه او ودانۍ جوړې کړي.

د دغو استوګن ځایونو څخه د ځینو د میاشتې کرایه له پنځویشتو نیولې تر شپیتو زرو ډالرو پورې وه. کله چې بهرني سرتیري افغانستان ته لاړل او په شیر پور کې دغه محلونه اباد شول نو د بهرنیو قراردادیانو ، امنیتي کمپنیواو خیریه ادارود زیات پام وړ وګرځیدل ځکه چې دغو ډلو همداسې پرمختللې ودانۍ غوښتلې.

خو د فرانسې خبري اژانس لیکي له افغانستانه د نړیوالو د پرله پسې وتلو او د ناټو د دغه هیواد لپاره د دیارلس کلن ماموریت د ختمیدو د شیر پور د عصري کورونو مینه وال کم کړي دي. د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي ویرې د دغو استوګن ځایونو کرایې په بې ساري ډول راښکته کړي او په هرځای کې داسې لوحې لیدل کیږي چې ( شیر پور کې د کرایې کورونه تر لاسه کړئ. )

د عبدالطیف په نامه یو ځايي اوسیدونکی چې د کورونو د کرایه کولو دفتر لري د فرانسې خبري اژانس ته د یوې لویې دوه پنځوس خونې لرونکې ودانۍ د ښودلو پرمهال وویل : داسې وګڼئ چې د کرایي کورونو بیې په زمکه راپریوتي دي. د صدفي رنګ دغه لویه ودانۍ چې د ماربلو او ګرینایټ څخه جوړه شوې او پر ګلونو سینګار شوی چمن هم لري، له تیرو شپږو میاشتو راهیسې خالي پرته ده. د کور مالک د خپلې ودانۍ په کرایې د ورکولو پرمهال دا وړاندیز هم کړی چې په ودانۍ کې به یوه داسې خونه هم جوړوي چې بمي چاودنې به پرې هم اثر نشي کولی. خو دا وړاندیز هم څوک نشي راجلبولی. عبدالطیف وايي څوک چې ډیرې پیسې لري له کابله پښې سپکوي.

د فرانسې خبري اژانس لیکي که د شیر پور عصري ودانۍ یوه لوري ته د افغانستان د ابادۍ یو پرمختللی مخ نړۍ ته وړاندې کوي نو بل لوري ته ډیری خلک شیر پور ته د اداري فساد د یوې بیلګې په سترګو ګوري او تر دې چې ځینې خو ورته ( شیر چور ) هم وايي.

د ۲۰۰۱ کال نه وړاندې د شیر پور غونډۍ بنجره پرته وه او کډوالو ورکې اړولې وه. د بشري حقونو ادارې پر پخوانیو قوماندانانو او جنګ سالارانو نیوکه کوي چې د بیلډوزرو په واسطه یې د شیر پور غونډۍ له کډوالو خالي کړې وه.

په کابل کې د کرايي کورونو کاروبار کونکی یو تن بشیر عمر وايي د کابل خلک د شیر پور کورونو او د کورونو مالکانو ته ځکه په شو سترګو نه ګوري چې د غه کورونه په سمو لارو نه دي جوړ شوي. دی وايي تاسو فکر وکړئ یو حکومتي مامور چې زیات نه زیات معاش یې د ۲۰۰۰ ډالرو نه زیات نه دی څنګه دوه نیم ملیونه ډالرو باندې په شیر پور کې کور اخیستی شي.

XS
SM
MD
LG