د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د نشه یي توکو مخنیوی یواځې د افغانستان ذمه واري نه ده”


د دوشنبې پر ورځ د ولسمشریزې ماڼۍ ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې او د قانون نافذولو د نړیوالې ادارې له مرستیال ښاغلي ویلیم براون فیلډ سره د دوشنبې پر ورځ په ارګ کې ملاقات کړې چې پکې د نشه یي توکو په اړه د ګډې تګلارې، د دې سمګلنګ د مخنیوي څواړخیزې همکارۍ او له یو بل سره د معلوماتو د شریکولو پر موضوعاتو بحث وشو.

د دغې کتنې په پای کې ویلیم براون فیلډ د نشه یې توکو پرخلاف د مبارزې لپاره د ولسمشر غني څرګندونې تایید کړې او وړاندیز یې وکړ چې امریکایي لوری چمتو دی د افغانستان له حکومت سره په ګډه په یوې ستراتیژۍ کار وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG