د لاسرسي ځای

د امریکا ولسمشر دفتر وایټ هاؤس د دوشبنې پر ورځ هغه رپوټونه رد کړل چې پکې تور لګول شوې وو چې اوباما انتظامیې په ۲۰۱۱م کال کې د اسامه بن لادن د وژنې د حالاتو په اړه دروغ ویلي دي.

د سیمور هرش نومې صحافي دغه رپورټ چې د روانې میاشتې په لسمه نیټه یوه مجله کې خپور کړې شوې وو په اړه یې د قامي امنیت لپاره د وایټ هاؤس ویاند نېډ پرایس وویل چې د بې بنیاده اندازو او غلطیو نه ډک دې.

هرش دغه رپورټ کې وېلي اوبامه انتظامیې د اسامه بن لادن د وژلو په لړ کې د پاکستاني استخباراتي چارواکو سره خفیه همکاري کړې وه، او دا چې د پاکستان اعلا پوځي او استخباراتي چارواکي د اسامه بن لادن د وژنې د مشن نه خبر وو.

خو نېډ پرایس وايي دتاثر ورکول چې ګني د اسامه وژنه د امریکا یو اړخیزه مشن نه وو په څرګند ډول ناسم دې.

نوموړي زیاته کړه چې د دغو عملیاتو په هکله یواځې محدودو امریکايي چارواکو ته ماومات ورکړل شوي وو.

XS
SM
MD
LG