د لاسرسي ځای

اې اېن پي د پي ټي ای په احتجاجي ناسته کې ګډون کوي


عوامي نيشنل ګوند وايي د خيبر پښتونخوا واکمن تحريک انصاف ګوند له خوا رابلل شوي د صوبې د سياسي ګوندونو په هغه ناسته کې برخه اخلي چې د مرکزي حکومت خلاف يې د صوبې د حقونو لپاره نن د مئ په دولسم تاريخ اسلام اباد کې کوي.

دوی وايي وفاقي حکومت له کاشغر تر ګوادره اقتصادي لاره له پښتنو سيمو پنجاب ته اړولې او له خېبر پښتونخوا سره د بجلۍ په وېش کې بې انصافي کوي.

بلخوا صوبايي اسمبلۍ کې د عوامي نيشنل ګوند يو غړي احمد خان بهادر پرون مشال ريډيو ته وويل چې که څه هم دوی په صوبه کې په اپوزيشن کې دي خو د پښتنو د حقونو لپاره به دي مظاهره کې برخه اخلي.

د پاکستان مسلم لېګ (ن) مرکزي حکومت د دې دهرنې په اړه لا څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG