د لاسرسي ځای

تازه خبر

مدني فعالان په خوست کې د بشري حقونو دفتر غواړي


په خوست کې یو شمېر مدني فعالان وايي، چې په دې ولایت کې د بشري حقونو څخه د سرغړونې ډیری پیښې له څیړنو، همدارنګه عدلي او قضايي تعقیب څخه پټې پاتې کیږي.

په خوست کې یو شمېر مدني فعالان وايي، چې په دې ولایت کې د بشري حقونو څخه د سرغړونې ډیری پیښې له څیړنو، همدارنګه عدلي او قضايي تعقیب څخه پټې پاتې کیږي.

دوی زیاتوي، چې په خوست کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ځايي دفتر نه لري، نو نه شي کولای، چې د زون له دفتر څخه په دې ولایت کې د هر ډول زور زیاتي او د بشري حقونو څخه د سرغړونې قضیې کاور کړي.

د سې شنبې په ورځ د مدني ټولنې یو شمېر غړو مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، که چیرې بشري حقونو کمیسیون په خوست کې دفتر ولري، نو زیانمن،مظلوم او محروم کسان به په اسانی وکولای شي، چې خپلې ستونزې ورسره شریکې کړي.

مدني فعالې کامله اکبري په خوست کې د نورو مسلو تر څنګ ښځو سره د تاوتریخوالي د قضیو د څیړلو له پاره په دې ولایت کې د بشري حقونو د دفتر پرانیستل مهمه اړتیا ګڼي:

((لکه څرنګه چې په خوست ولایت کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی شته، خوست لا څه چې د پاکستان د سرحدي سیمو میرمنې هم دلته انتقالیږي او د تاوتریخوالي قرباني ګرځي، دا چې دلته د بشري حقونو دکمیسون دفتر نشته نو نشي کیدای چې دا ټول قضیې ښې کاور شي او وڅیړل شي، نو هیله مو داده چې یاد دفتر دلته پرانیستل شي او په دې توګه د ښځو مسلو ته په کې رسیده ګي وشي.))

د خوست یو بل تن مدني فعال الیاس وحدت وايي، چې تر اوسه په خوست کې لس سلنه د بشري حقونو د سرغړونو قضیې هم نه دي څېړل شوي:

((دا چې په خوست ولایت کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون خپل ځايي دفتر نه لري او د زون څخه د خوست پيښې نه شي کوار کولای، نو زه په دې باور یم چې په خوست کې د بشري حقونو نه د سرغړونې لس سلنه مسلې هم نه دي رپوټ شوي.))

د سولې پيغام په نوم د یوې سیمه ییزې راډيو مشر زاهدشاه انګار وايي، تر اوسه په خوست کې د بشري حقونو په اړه د عامه پوهاوي مشخص دفتر او که چیرې کوم څوک د تاوتریخوالي سره مخامخ کیږي، د مراجعې له پاره ټاکلی ادرس نه لري:

((په خوست کې د نورو ولایتونو په شان د بشري حقونو څخه سرغړونه شته، خو داسې ټاکلی ادرس دلته نشته، چې هغه له یوې خوا عامه پوهاوی وکړي، یا کله چې د سرغړونې پيښه ویني یا دوی د داسې یوې پیښې سره مخامخ کیږي، چې هغې ادرس ته مراجعه وکړي.))

مدني فعال فیض الله غمخور بیا انديښنه څرګندوي، چې عام خلک خپلی ډیری حقوقي مسلې په هوټلونو کې ناستو نرخیانو او جرګه مارو ته وروړي، چې اکثره په کې عدالت نه تامینږي:

((اکثره د خوست حقوقي مسلې د عدلي او قضايي ادارو پر ځای په هوټلونو کې فیصله کیږي، د هوټلونو په فیصلو کې عدالت نه پلی کیږي، د دې په خاطر چې په دې ولایت کې عدالت په هغه رښتیني مانا پلی شي، د بشري حقونو دفتر ته ضرورت دی.))

مدني فعاله نسرین احساني هم په ځانګړي ډول د ښځو د قضیو د څېړلو له پاره د بشري حقونو د دفتر پرانیستل مهم ګڼي:

((د نورو ولایتونو په شان په خوست کې هم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر دی، که دې کار له پاره د بشري حقونو دفتر پرانیستل شي، نو ښه به ځکه وي، چې خلک به ورته مراجعه کوي او د ښځو ستونزې به تر یوه برید حل شي.))

د یادونې وړ ده، یو ځل مخکې هم مدني فعالانو په خوست کې د بشري حقونو د دفتر د پرانیستې غوښتنه کړې وه، خو اړوندو چارواکو د دفتر د نه خلاصولو لامل د کمیسیون مالي ستونزه یاده کړې وه، که څه هم دا مهال په خوست کې د بشري حقونو څخه د سرغړونې ځنې څرګندې پیښې د یاد کمیسیون د زون له دفتره تعقیبیږي، خو کتونکي وايي، چې د ښار په ګډون په کلیو او اطرافي سیمو کې د بشري حقونو د سرغړونې ډیری پيښې پټې او ناسپړلې پاتې کیږي.

XS
SM
MD
LG