د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتانه قبایلي مشران له دواړو غاړو وژل کېږي


دا د پاکستاني رياست مسوليت دی چې د خلکو حفاظت وکړي خو حکومت په قبايلي سيمو کې دا زمه واري نه ده اخيستي. په قبايلي سيمو کې بشري حقونه هېڅ نشته دی.

د پښتنو پر قومي مشرانو په دې وروستيوو کې بريدونه ډېر شوي دي. د قبايلو ځينې مشران او سياستوال پر قومي مشرانو د حملو زياتېدلو وجه له امنيتي ځواکونو سره د وسله والو په وړاندې د دوی همکاري ښيي. ډېرو قومي مشرانو غوښتنه کړې چې حکومت دې د دوی د ژوند خوندي کولو لپاره ضروري ګامونه واخلي.

----- په جنوبي ايشيا کې د ترهګرۍ د پېښو اړونده شمېرې ساتونکی ويب پاڼې، South AsiaTerrorism Portal ليکي چې له ۲۰۰۵ کال راهيسې د سږ ني کال تر مارچ مياشتېپه قبايلي سيمو کې ۱۲۹ قومي مشران وژل شوي او ۶۲ زخميان شوي دي. پر دوی سربېره پرون باجوړ کې په ريمورټ کنټرول بريد کې د يوې امن کميټې مشر ملک محمدا جان سره د خپلو څلور ملګرو ووژل شو چې پړه یې تحريک طالبان پاکستان پر غاړه اخيستي.

له باجوړ ه د قامي اسمبلۍ په تېره دوره کې د پيپلز ګوند غړی، اخونزاده چټان چې پخپله هم تېره هفته له يوه بمي بريده روغ ووت، مشال راډيو ته پر قومي مشرانو د حملو زياتېدلو په اړه وويل:

((کله چې پوځي عمليات شروع شول نو قومي مشرانو د پوځ ملاتړ وکړ، د عملياتو ملاتړ يې وکړ، امن کمېټې يې جوړې کړې او اکثره يې د امن لښکرو مشران دي. له دوی سره په لومړي سر کې حکومت او پوځ مرستې وکړې خو اوس يې ترې ساتونکي او نور ټول مراعات اخيستي دي. له همدې وجې دوی د وسله والو اسانه هدف دی. پکار ده چې دوی ته دا مراعات بیرته ورکړل شي، کنه نو دوی به همداسې وژل کېږي، دوی شکایت کوي چې نه ورته د انسان او نه د پاکستاني په سترګه کتل کېږي.]

په جنوبي ايشيا کې د ترهګرۍ د پېښو اړونده شمېرې ساتونکي ويب پاڼې، South Asia Terrorism Portal ترمخه له ۲۰۰۶ کال راهيسې د پاکستاني پوځ د عملياتو او وسله والو د نښتو پر مهال پاکستان کې ۴۳۷۵ ولسي وګړي، ۲۰۲۵۵ (شل زره دوه سوه پنځه پنځوس) وسله وال او ۲۱۹۲ د امنيتي ځواکونو سرتېري وژل شوي دي.

د قبايلي سيمو د چارو کارپوهه او څيړونکې، فرحت تاج وايي چې د پاکستان حکومت دې د قبايلي سيمو قربانيوو ته په درنه سترګه وګوري او ولسي وګړي دې له ترهګرو وژغوري.

((دا د پاکستاني رياست مسوليت دی چې د خلکو حفاظت وکړي خو حکومت په قبايلي سيمو کې دا زمه واري نه ده اخيستي. په قبايلي سيمو کې بشري حقونه هېڅ نشته دی. دغلته بايد ايف، سي، آر قانون ختم شي. کله چې د انصاف خبره راشي نو دا يې د قبايلو جرګې ته پرېښودلې ده.دا د رياست کار دی چې خلکو ته انصاف ورکړي او سوله ييز ژوند ورته برابر کړي.))

د قبايلي سيمو ځيني مشرانو مشال ريډيو سره خبرو کې وويل چې که د پوځ سره همکاري کوي نو وسله وال يې وژني او که د امنيتي ځواکونو پر کار نيوکه کوي نو د ايف، سي، آر د ډله ييزې سزا د قانون لاندې ځورول کيږي.

د پاکستان په سينيټ کې د قبايلي سيمو يو استازي، نجم الحسن نن مشال راديو ته وويل چې دوی وخت په وخت اسلام اباد کې د لوړ پوړو چارواکو سره په همدي خبرو بحثونه کوي خو تر اوسه د قبايلي سيمو د قومي مشرانو د حفاظت لپاره کوټلي ګامونه نه دي اخيستل شوي.

هغه زياتوي: ((زموږ چې څومره قومي مشران دي، دوی د حکومت په غوښتنه امن لښکرې جوړې کړي، مشران يې شي خو وژل کيږي هم دوی. حکومت ته پکار ده چې د دې خلکو حفاظت وکړي او د ژوندخوندي ساتلو لپاره يې انتظامات وشي.))

که له يوې خوا د قبايلي سيمو قومي مشران د وسله والو تر بريدونو لاندې دي نو له بلې خوا ترې حکومت وفاداري غواړي. په دې لړ کې تېره مياشت د شمالي وزيرستان قبايلي انتظاميې له قومي مشرانو د ټولنيز قرارداد په نامه هغه تړون لاسليکونه واخيستل چې حکومت سره د وفادارۍ سوګند غوښتنه پکې شوې وه.

XS
SM
MD
LG