د لاسرسي ځای

د اسامه بن لادن وژنه: پاکستان او امریکا څومره مالومات پټوي؟


د یوه هېواد استخباراتي یا جاسوسي ادارې هم کم عقلې نه وي، هغوی چې مالومات خپروي نو یوه وجه یې وي.

خبریال سېمور هرش په خپل اوږد مضمون کې د ۲۰۱۱ز کال د مې پر دویمه په اېبټ اباد کې د القاعدې پخواني مشر اسامه بن لادن د وژنې عملیات او د هغه د پیدا کولو ټول تفصیل ورکړی دی.

د لیکنې مهمې برخې دا دي چې د پاکستان پوځ یوه پخواني افسر په اسلام اباد کې د امریکا په سفارت کې د امریکا استخباراتو مرکزي ادارې (سي ای اې) له مشر سره ولیدل او ورته یې وویل چې اسامه بن لادن په اېبټ اباد کې اوسي. امریکا هغه پوځي افسر ته شاوخوا ۲۵ میلیونه ډالره ورکړل او هغه او کورنۍ یې امریکا ته بوتلله. هغه افسر اوس له سي ای اې سره د مشاور په توګه کار کوي.

د دې خبرې د پخلي لپاره چې ایا په اېبټ اباد کې په لویې ودانۍ کې اوسېدونکی کس اسامه بن لادن دی او که نه، امریکا د پاکستاني پوځ په مرسته د هغه پاکستاني پوځي ډاکتر خدمات تر لاسه کړل چې د پاکستان پوځ د اسامه بن لادن د علاج لپاره ساتلی وو. هغه ډاکتر د اسامه بن لادن د ډي اېن اې معاینه وکړه او امریکا ته تصدیق وشو چې ریښتیا هم اسامه بن لادن په اېبټ اباد کې اوسي.

امریکا د پاکستان پوځ پر پخواني مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني او د ای اېس ای پر پخواني مشر جنرال احمد شجاع پاشا ټینګار وکړ چې ورته دې اسامه بن لادن وسپاري. د دې په بدل کې امریکا له پاکستاني پوځ سره نه یوازې د پوځي مرستو ژمنه وکړه بلکې هغوی ته یې ډېرې پیسې هم ورکړې.

د لیکوال سېمور هرش په خبره، پاکستان اسامه بن لادن د دې لپاره ساتلی وو چې د القاعدې او طالبانو فعالیتونه کنټرول کړي. تر ډېر فشار وروسته د پاکستان پوځ پر دې سلا شو چې امریکايي ځواکونه به اېبټ اباد ته ورشي او هلته به اسامه بن لادن ووژني. پاکستان پر امریکا ټینګار کړی وو چې اسامه بن لادن به ژوندی نه بیايي او وژني به یې.

پاکستان او امریکا پر دې هم سلا شوي ول چې د هغه تر وژنې یوه اوونۍ وروسته به امریکا اعلان کوي چې اسامه بن لادن یې د هندوکش په غرونو کې په ډرون برید کې وژلی دی او اوس یې د ډي اېن اې معاینې له پخلي سره ثابته کړې ده چې وژل شوی کس اسامه بن لادن وو. خو چې کله د عملیاتو پر مهال د امریکايي ځواکونو هیلي کاپټر پرېوت نو امریکايي ولسمشر باراک اوباما سمدستي د اسامه بن لادن وژنې اعلان وکړ. دې کار پاکستان خپه هم کړ او د پاکستان پوځ او ای اېس ای ته ګوتې هم ونیول شوې.

لیکوال سېمور هرش وايي، د پاکستان پوځ غواړي چې اوس پر پخواني پوځ مشر کیاني او د ای اېس ای پر پخواني مشر پاشا د درغلۍ په تور مقدمه وکړي. دی زیاتوي، امریکايي حکومت د اسامه بن لادن په اړه ولس ته او نړۍ ته درواغ ویلي دي. دی د پاکستان د ای اېس ای پخواني مشر اسد دراني د وروستۍ مرکې مثال هم ورکوي.

دا ټوله کیسه مې په برتانیا کې د دفاعي چارو له څېړونکې ډاکترې عایشې صدیقې سره شریکه کړه. نوموړې وايي، د اسد دراني وروستۍ مرکه او د سېمور هرش دا اوږد مضمون دواړه داسې کیسې دي چې تر شا یې نور مقاصد دي:

((دا کیسه د [ای اېس ای پخواني مشر] اسد دراني د هغې مرکې شاوخوا څرخي چې دوه درې میاشتې مخکې رېکارډ (یا ثبت) شوې وه او الجزیره ټیلي وېژن په دې وروستیو کې خپره کړه. د دې کیسې شاته کیسه موږ ته نه ده مالومه. اسد دراني هم یوه کیسه وکړه چې شاته یې بل مقصد وو او [سېمور هرش] هم یوه کیسه کوي چې شاته یې بله کیسه ده. د یوه هېواد استخباراتي یا جاسوسي ادارې هم کم عقلې نه وي، هغوی چې مالومات خپروي نو یوه وجه یې وي. که سېمور هرش ته دومره مالومات په لاس ورغلي دي نو زما په فکر دا مالومات ورته ورکړل شوي دي.))

له ډاکترې صدیقې مې پوښتنه وکړه چې که سېمور هرش ته مالومات ورکړل شوي وي او د کیسو تر شا نور مقاصد وي او نورې کیسې وي نو له دې اوږده مضمونه موږ څه مانا اخیستای شو؟ نوموړې وویل، داسې ښکاري چې ښايي د پاکستان پوځ نور د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې د امریکا ملګرتوب نه غواړي:

((زه که دا کیسه لوستل غواړم نو داسې به وي چې په ورو، ورو به یې لولو، غور به ورباندې کوو. په دې کې ځېنې حقایق دي چې ذهن یې مني او موږ ورباندې پوهېدای شو، خو پکې ځېنې داسې خبرې دي چې ذهن یې نه مني. د دې ډېر وضاحتونه ورکول کېدای شي، یو وضاحت یې دا دی چې ښايي د پاکستان پوځ غواړي چې د ترهګرۍ پر ضد په روانه جګړه کې [د امریکا ملګرتیا پرېږدي] خو [امریکا] نه غواړي چې [پاکستان] ووځي. نو داسې ښکاري چې د پوځونو او استخباراتي یا جاسوسي ادارو تر منځ یوه مکالمه یا خبرې روانې دي چې موږ پکې شامل نه یو.))

ډاکتره عایشه صدیقه زیاتوي، د سېمور هرش لیکنه ځکه هم د باور یا اعتبار له کمي سره مخامخه ده چې څو ورځې مخکې د پاکستان پوځ ته نېږدې یوه خبریال د جنرال اشفاق پروېز کیاني د مقدمې خبره کړې وه:

((له ننه ۱۰ یا ۱۵ ورځې مخکې [پوځ ته نېږدې] یوه خبریال همدا خبره پر ټولنیزو رسنیو کړې وه. زما په اند به [د جنرال اشفاق پروېز] کیاني پر ضد مقدمه ونشي. خو ماته ښکاري چې د پوځ دننه یو ډول ناارامي ده چې د دې ډول وړو، وړو کیسو په صورت کې بهر راځي او څرګندېږي. نو د دې کیسې باور یا اعتبار هومره دی لکه د اسد دراني د خبرو. داسې کیسې د ځېنو حقایقو له یو ځای کولو سره جوړېږي. د وړو، وړو حقیقتونو یا ریښتیا تر منځ یو لوی درواغ ایښودل کېږي او له موږ سره بیا داسې لار نه وي چې دا ثابته کړو چې څه ریښتیا ول او څه درواغ.))

د ډاکترې صدیقې په اند، په دې کې شک نشته چې د اسامه بن لادن د ځای مالومولو او د هغه د وژنې عملیاتو په اړه مالومات کم دي او سم او کره مالومات ځکه هم نشي ترلاسه کېدای چې کله د هغه د وژنې پلټنو په اړه په پاکستان کې کمېشن جوړ شو نو د هغه وخت پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني له دې انکار وکړ چې دې کمېشن ته مالومات ورکړي. نو په دې صورت کې د ریښتیا او درواغو مالومول ښايي ډېر ګران کار وي. د سېمور هرش د دې مضمون په اړه د پاکستان پوځ یا حکومت څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG