د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي شمالي وزیرستان کډوالو ستنېدو لړۍ دوام لري


د قبایلي سیمو لپاره د افتونو سره د مبارزې اداره {FDMA} وايي شمالي وزیرستان ته د جنګ له کبله د بې کوره شویو قبایلو د ستنیدو لړۍ روانه ده او تر اوسه د درې نیمو سوو په خواوشا کې کورنۍ ستنې شوې دي.

د شمالي وزیرستان د کډوالو د واپسۍ لړۍ د روان کال د مارچ له یو دېرشمې نېټې څخه پیل شوې وه او په لومړۍ مرحله کې د تحصیل سپين وام د دوو کلیو خلک خپلو سیمو ته استول شوي دي.

بل پلو د شمالي وزیرستان بې کوره شوي خلک ګیله من دي چې حکومت د دوی خپلو سیمو ته په ستنولو کې له ځنډه کار اخلي.

د ضرب عضب په نامه په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو له کبله د یو میلیون په شاوخوا کې خلک بنو ، پېښور او نورو سیمو ته کډه شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG