د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني طالبان د پوځي هیلي کوپترې د غورځولو ادعا کوي


رانسکوره شوې پاکستانۍ هیلي کوپتره
رانسکوره شوې پاکستانۍ هیلي کوپتره

پاکستاني طالبانو يوه ويډيو خپره کړي چې په ظاهره پکې له زمکې هواته توغول کېدونکی يو ميزايل ښائي او دعوه کوي چې په همدغسي يو ميزايل يې د څو سفارتکارانو وړونکې هيلي کوپتره ويشتلې.

د ايسوشيټيډ پريس خبري اژانس ترمخه دا ويډيو پرون نشر شوې چې په ګلګت کې د مئ په اتم تاريخ غورځېدلي هيلي کوپترې په اړه پکې راغلي چې دا يې له درې کيلو ميټره لرې فاصلې څخه ویشتلې.

په دې پېښه کې پاکستان کې د فيلپاين او ناروی سفيران ، د ملايشيا او انډونيشيا د سفيرانو مېرمنې او د پاکستان د هوايي ځواک درې سرتیري وژل شوي وو. يو شمېر نور سفارتکاران زخميان شوي هم وو.

پاکستاني چارواکو د هيلي کوپترې د غورځېدو علت تخنيکي ستونزه ګڼلې او د طالبانو مخکينۍ ادعا يې رد کړي وه.

XS
SM
MD
LG