د لاسرسي ځای

افغانستان : امنیتي پېښو کې ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي


په کندوز کې د پولیسو موټرونه

په کندوز کې د پولیسو موټرونه

د افغانستان د بیلابیلو سیمو نه د اړي ګړي او بد امنۍ راپورونه رارسیدلي چې ورکې مرګ ژوبلې هم رامنځ ته شوي دي.

په ننګرهار کې چارواکي وايي تېر مازیګر ایتلافي ځواکونو په لالپوره ولسوالۍ کې د بې هوابازه الوتکې دلارې د وسله والو طالبانو پټن ځایونه په نخښه کړي دي. د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقيوال وايي دا بریدونه د لالپورې په ( مچ میږي ) کلي کې شوې او ورکې دیارلس وسله وال وژل شوي دي. طالبانو په دې اړه مشال راډیو ته څه نه دي ویلي.

هلته د فرا ولایت والي محمد اصف ننګ بیا وايي چې په بالابلوک ولسوالۍ کې د پولیسو او طالبانو ترمنځ په جګړه کې د طالبانو څلور سیمه ایز قوماندانان وژل شوي دي. د ننګ په وینا په دې جګړه کې د پولیسو یو سرتیری هم وژل شوی دی. بل پلو طالبان ادعا کوي چې په جګړه کې یې حکومتي سرتیرو ته په لویه پیمانه تلفات ور اړولي دي.

بل پلو د افغانستان په شمال کې چارواکي وايي په کندوز ولایت کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې ( داعیش ) د طالبانو ملاتړ پيل کړی دی. په کندوز کې د اپریل د ۲۴ مې نیټې راهیسې وسله وال طالبان د حکومتي ځواکونو پرضد په جګړه بوخت دي، خو والي عمر صافي نن مشال راډیو ته وویل چې د اتلسو بهرنیو وګړو جسدونه هم د جګړې په ساحه کې موندل شوي دي. د کندوز د پولیسو مشر عبدالصبور نصرتي وايي په یاد ولایت کې د داعیش موجودیت له پامه نشي غورځول کیدای.

د کندوز جګړه ځپلي کډوال

د کندوز جګړه ځپلي کډوال

راپورونه وايي د کندوز په علي اباد ، چار دره ، امام صیب او ګل تپه سیمو کې لا هم د حکومتي سرتیرو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي د کندوز په یو شمیر ولسوالیو کې روانې جګړې خلک بې کوره کړي دي.

د افغانستان لپاره د نوموړې ادارې ویاند نادر فرهاد وايي ۱۵ زره کورنیو د دوی له ادارې غوښتي چې نومونه یې د کډوالو په حیث ثبت کړل شي. نوموړی وايي تر دې دمه یوازې ۵۰۰ کورنیو سره مرسته شوې ده.

XS
SM
MD
LG