د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان : د زمکې په سر جګړه کې لسګونه کسان وژل شوي


د شمالي وزیرستان یو ړنګ شوی بازار
د شمالي وزیرستان یو ړنګ شوی بازار

د افغانستان پولې ته نږدې په شمالي وزیرستان کې د دوو قبیلو ترمنځ په جګړه کې د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې راپورونه دي.

راپورونه وايي د ( پیپلي کبل خېل ) او ( مداخېل ) قبیلو ترمنځ د زمکې په سر له تیرو څو ورځو راهیسې شخړه روانه ده .

د مرګ ژوبلې په اړه متضاد راپورونه دي. ځینې سرچینې د وژلو شویو کسانو شمېره اوه څلوېښت او د ژوبلو شمېره پنځه ویشت ښايي.

ځايي مشرانو په بنو کې د مشال راډیو خبریال ته ویلي چې دواړه قبیلې پر یو بل د درنو او سپکو وسلو ګوذارونه کوي. دوی وايي که د حکومت یا جرګې د لارې منځګړیتوب ونشو نو د نورو کسانو د مرګ ژوبلې ویره لیدل کیږي.

بل پلو د شمالي وزیرستان پو لیټیکل انتظامیې مشال راډیو ته ویلي دوی ددې شخړې په اړه معلومات نه لري او د دوی په وینا یاده سیمه د شمالي وزیرستان د پولې څخه بهر ده.

​د پاکستان امنیتي سرتیرو مشال راډیو ته وویل چې د جګړې سیمه کې مواصلاتي سهولتونه نشته نو ځکه دوی د مرګ ژوبلې کره شمېره په لاس کې نه لري.

یو ځايي مشر ملک غلام مشال راډیو ته وویل :

(( له یوه کال راهیسې د دواړو قبیلو ترمنځ لانجه روانه ده، خو په دې ورځو کې دواړه لوري د یو بل پرضد سنګرونو ته ختلي دي او ترمنځ یې خطرناکه جګړه روانه ده.په جګړه کې زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ))

نوموړی ملک وايي د شمالي وزیرستان اکثره خلک د جګړې له کبله نورو سیمو ته کډه شوي نو په جنګ کې د ښکېلو ډلو ترمنځ د سولې لپاره هم څوک نشته. دی وايي حکومت دې د دواړو قبیلو ترمنځ د روغې جوړې لپاره ګامونه پورته کړي.

راپورونه وايي د ژوبل شویو کسانو پېښور او بنو کې روغتونونو ته د رسولو لپاره سهولتونه نشته، لارې بندې دي او چاته د تګ راتګ اجازه نشته. د ځینو زخمیانو افغانستان ته د رسولو راپورونه ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG