د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات: تر اوسه د امن کمېټۍ تر ۱۶۰ زیات غړي وژل شوي دي


په سوات کې د ګرځبندیز یو منظر (پخوانی عکس)
په سوات کې د ګرځبندیز یو منظر (پخوانی عکس)

د سوات قامي جرګې یو مخکښ مشر ذاهد خان وايي ، په سوات کې د پوځي عملیاتو له پاي ته رسیدو تراوسه د امن جرګو تر ۱۶۰ زیات غړي او ځاي مشران وژل شوي دي.

پراګ: په داسې حال کې چې د پاکستان امنیتي ځواکونه د خیبر پښتونخوا په سوات کې د پوځي عملیاتو د بریالیتوب ادعا کوي تیره ورځ د سوات په چارباغ سیمه کې وسله والو د ځاي امن جرګې یو بل غړی عبدالرحمان هم په ډزو وویشتی اوویې واژی. دا په روانه میاشت کې په دغه سیمه کې د هدفي وژنو دویمه پیښه ده.

د سوات قامي جرګې یو مخکښ مشر ذاهد خان وايي ، په سوات کې د پوځي عملیاتو له پاي ته رسیدو تراوسه د امن جرګو تر ۱۶۰ زیات غړي او ځاي مشران وژل شوي دي.

ذاهد خان زیاته کړه چې تر اوسه د هغوي په وژلو کې د لاس درلودلونکو پر ضد نه پلټنې شوې دي او نه هم د امنیتي ادارو له خوا نیول شوي دي.

د سوات قامي جرګې ویاند احمد شاه بیا وايي چې په سوات کې د عام ولس لپاره امن دی خو هغه خلک د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي چې د سیمې د ولس د حقونو لپاره غږ پورته کوي.

احمد شاه وویل ، د سوات قامي جرګې غړي په ځینې معاملو کې د پاکستان له پوځي چارواکو او د سوات له ضلعي انتظامیې سره متفق نه دي.

د پاکستان د بشري حقونو د کمیشن استاذی او د قانوني چارو کارپوه شیر محمد خان اډوکېټ وايي ، په دې نیژدې موده کې په سوات کې د هدفي وژنو پیښې ډیرې شوي دي او د ریاست ذمه واري ده چې په دې اړه پلټنې وکړي او پکې ښکېل خلک د قانون منګلو ته وسپاري.

د پاکستاني پوځ چارواکي د داسې بریدونو پړه پر وسله والو طالبانواو پربهر ملکي استخباراتي ادارو اړوي.

بل پلو په سوات کې ځاي خلک وايي چې تر داسې پیښو ورسته امنیتي ځواکونه د لټون عملیات پیل کړي او په ځینې سیمو کې پر ګرځېدلو هم بندیز ولګوي خو بیا هم برید کوونکي د پېښې له ځایه په تېښه کې بریالي شي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:35 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG