د لاسرسي ځای

تازه خبر

" په کوز دیر کې شوي انتخابات دي غیرقانوني وګرځول شي "


د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د هغو رپوټونو په اړه اندېښنه ښودلې ده چې وايي د خیبر پښتونخوا په دیر کې مېرمنې له رایو اچولو ګرځول شوې دي.

پراګ: د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د هغو رپوټونو په اړه اندېښنه ښودلې ده چې وايي د خیبر پښتونخوا په دیر کې مېرمنې له رایو اچولو ګرځول شوې دي.

دا له هغه ورسته ده چې د مېرمنو د حقونو لپاره کارکوونکو او د مدني ټولنو غړو تور پورې کړ چې په کوز دیر کې د صوبايي اسمبلۍ لپاره پر یو چوکۍ د بیا انتخاباتو پر وخت مېرمنې دې ته نه دي پرېښودل شوې چې خپلې رایې استعمال کړي.

دا انتخبات د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ لپاره پر ۹۵مه حلقه تر سره کېدل چې په حکومت کې شریک مذهبي ګوند جماعت اسلامي وګټل.

تر دې وړاندې د ميرمنو د حقونو د څارنې سرکاري کمیشن هم د جمعې په مازیګر په پېښور کې په یو خبري غونډه کې پر سياسي ګوندونو نیوکې وکړې.

د کمېشن مشرې نيلم طورو د پاکستان د انتخاباتو له کمیشنه غوښتنه وکړه چې په کوز دیر کې تر سره شوې دا ټاکنې دي غیر قانوني وګرځوي.

د پاکستان د انتخباتو د کمېشن چارواکو ویلي چې د خېبر پښتونخوا چیف سکریټري او د يادې حلقې د انتخاباتو مشر چارواکي ته یې امر کړیدی چې د دې مسلې په اړه سپیناوی وکړي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:55 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG