د لاسرسي ځای

د عراق په ختیځه برخه کې د شعيه ګانو د يو عبادت ځای مخې ته په دوو بمي چاودنو کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي دي.

د عراق امنيتي چارواکو ويلي دي چې دا پيښې د جمعې پر ورځ هغه وخت شوې دي چې کله خلک د جمعې لمانځه وروسته له جوماته راوتل چې له بارودي موادو ولاړ ډک موټر وچاوديدو، له دې وروسته چې کله خلک د ژغورنې د عمليات لپاره راټول شو نو ځانمرګي بريد وشو.

په دواړو پېښو کې ۳۷ کسان ژوبل شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG