د لاسرسي ځای

باړې ته ستانه شوي خلک وايي پوځي عملیاتو یې هر څه وران کړي دي


د خېبر ايجنسۍ په باړه کې د پوځي عملياتو له کبله بې کوره کړل شوي خلک وایي خپلو کورونو ته تر ستنېدو وروسته وايي له ستونزو سره مخامخ دي.

د جعمې پر ورځ دوی مشال راډيو ته وويل چې کورونه ،روغتونونه او سکولونه يې ړنګ پرته دي او د پاکو ابو د نشتوالی په ګډون نور ډېر مشکلات لري.

د باړې سيمې يو مشر ابراهيم اپريدی وايي حکومت ته پکار ده چې کډوالو ته له ستنېدو مخکې ټولې اسانتیاوي برابرې کړي.

د قبايلي سيمو لپاره له قدرتي افتونو سره د مبارزې ادارې چارواکي وايي د پوځي عملياتو له کبله د بې کوره کړل شوو د باړې اکاخېلو کډوالو خپلو کورنو ته د ستنېدو لړۍ سرته رسيدلې ده او ډېر ژر به د نورو قبیلو لپاره هم د ستنېدو پلان اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG