د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ:ډرون برید اووه وسله وال وژلي


د کونړ ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د دې ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ اړوند په یوې غرنۍ سیمه کې د نړېوالو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې ۷ تنه وسله وال مخالفان وژل شوي دي.

د کونړ امنيه قومندان مل پاسوال عبدالحبیب سید خیل مشال راډیو ته وویل؛ د پنجشبې پر ورځ له غرمې وروسته د نړېوالو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د خاص کونړ او د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ ترمنځ په غرنۍ سیمه کې برید کړی چې په کې د جنود خراسان ډلې اوو تنه وژل شوي دي .

سید خیل وایي، په وژل شویو کې د کونړ لپاره د جنود خراسان قومندان حقیار هم شامل دی. ده زیاته کړه چې په برید کې ولسي خلکو ته کوم زیان نه دی رسیدلی .

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې حملې په اړه خبري رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG