د لاسرسي ځای

فيصل باري پرمخ ليکي چې د ټولني راتلونکې جوړول د ښوونکو، ليکوالانو، نوښتګرو او کاروباريانو کار دی او د ده په وينا هم دغه خلک دي چې په پاکستان کې وژل کيږي.

د پاکستان په ډان ورځپاڼه کې د لاهور لمز پوهنتون ښوونکی فیصل باري د خپلې لیکنې په سر کې د ځينو هغه پېښو ذکر کوي چې په تېرو څو اونيو کې شوې دي.

دی وايي، د بشري حقونو فعاله سبين محمود ووژل شوه، د کراچۍ پوهنتون ښونکی ووژل شو، د لاهور لمز پوهنتون ته وويل شو چې د ورک کړل شوو بلوڅانو راخوشي کولو سازمان یو مشر ماما قدير دې غونډې ته نه وربولي، د لمز پوهنتون استاد تېمور الرحمن د وينا ازادۍ په اړه غږ پورته کړ او هغه ته غدار وويل شو.

دا شان د پاکستان د لوړو زدکړو د کمیسیون چارواکو له راپورونو سره سم ټولو پوهنتونوتو ته يو ليک لېږلی دی چې زدکوونکو ته دې د ( رياست خلاف) موضوعګاني د تحقيق لپاره نه ورکول کېږي.

د دې ټولو خبرو له ذکر وروسته فيصل باري پوښتنه راپورته کوي چې اخر پاکستانی رياست څه غواړي، او دا چې پخپله دا ټولنه پر کوم لوري روانه ده؟

دلته ليکوال په کراچۍ کې د وژل شوې فعالې سبين محمود د وژل کېدو حواله ورکوې چې د بلوچستان د ورک کړل شوو کسانو په اړه يې غونډه جوړه کړې وه.

دی وايي، پوښتنه داده چې اخر ولې پاکستاني رياست د هغو خبرو په اړه له سوچ وهلو او خبرو کولو دومره وېرېږي چې هغه زموږ له ژوند سره نېغ په نېغه تړل شوي دي.؟

د ده په خبره ولې رياست خپلو خلکو ته دا وايي، چې تاسو به پر کومه موضوع خبرې کوئ او پر کومه نه او پر دې موضوع به څنګه خبرې کوئ او څوک به يې کوي او څوک به يې نه؟

د فيصل باري په وينا حال دا چې د پاکستان اساسي قانون ټولو وګړو ته د فکر او ويناازادي حق ورکوي خو دا کار د استخباراتي ادارو يا نورو ډلو نه دی، موږ ته ووايي، چې تاسو پر دغه خبره سوچ ووهئ او پر دغه مه.

د ده په وينا که چېرته د پاکستان نظرياتي سرحدنو ته خطر وي نو بايد د خوندي کولو کار يې د جاسوسي ادراو نه بلکې د رياست نورو ادارو وي.

فيصل باري پرمخ ليکي چې د ټولني راتلونکې جوړول د ښوونکو، ليکوالانو، نوښتګرو او کاروباريانو کار دی او د ده په وينا هم دغه خلک دي چې په پاکستان کې وژل کيږي.

ليکوال پوښتنه راپورته کوي چې ایا د پوځي ځواک په زور په نوولس سوه اويايم کال کې پاکستان يو موټي وساتل شو؟ او ایا که يو ځل بيا هم دغسې حالت رامنځ ته کېږي نو ایا پوځي طاقت به يې يو موټی و ساتي او که څنګه؟

خو فيصل باري په ځواب کې وايي، که پاکستان يو موټي ساتل وي نو دا به يوازې خلکو ته د فکر ازادي ورکولو پر بنياد وشي.

د ده په خبره که سبين محمود وژل کېږي او تيمورالرحمن باندې د غدار تور لګېږي نو د دې مانا دا ده چې د دې هېواد راتلونکې ډېر روښانه نه دی.

XS
SM
MD
LG