د لاسرسي ځای

تازه خبر

“ایران باید د اټومي وسلو تر لاسه کولو ته پرې نښودل شي”


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ویلي، ایران بې ثباتي خپرونکی ځواک دی او باید ورته د اټومي وسلو تر لاسه کولو اجازه ورنکړل شي.

تېره میاشت د تهران او نړۍ شپږو ځواکمنو هېوادونو تر منځ د اټومي تړون پر چوکاټ سلا وشوه چې موخه یې د ایران اټومي پروګرام محدودول او په بدل کې یې پر هغه هېواد اقتصادي بندیزونه نرمول دي.

سعودي عرب او د ده خلیجي ګاونډي هېوادونه وېره لري چې ښايي ایران اټومي وسلې جوړې کړي.

کیري د پنجشبنې پر ورځ په ریاض کې له سعودي پاچا سلمان سره تر خبرو وروسته وویل، دوی ((دا سپینه کړې ده چې په سیمه کې د ایران د بې ثباتۍ خپروونکو اقداماتو په اړه لا هم اندېښمن دي.))سعودي عرب هم وايي چې ایران په یمن کې حوثي یاغیانو ته وسلې ورکوي. خو تهران دا تورونه ((سپین درواغ)) بولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG