د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په کندوز کې او بغلان ولایتونو کې ۹۲ وسله والو ته مرګژوبله اوښتې”


د کندوز امنیتي چارواکي وايي، نن سهار یې په عملیاتو کې ۳۵ وسله وال وژلي چې پکې اته بهرنيان دي.

د کندوز امنیتي چارواکي وايي، نن سهار یې په عملیاتو کې ۳۵ وسله وال وژلي چې پکې اته بهرنيان دي.

د کندوز امنیه قومندان جنرال عبدالصبور نصرتي نن (جمعه) مشال راډیو ته وویل، ګڼې سیمې یې له وسله والو پاکې کړي دي او دا چې په امام صاحب او ګل تېپې کې عملیات روان دي.

د ده په خبره، په عملیاتو کې ۲۹ وسله وال ژوبل هم دي. نصرتي البته د وژل شویو بهرنیو وسله والو پېژندګلوۍ په اړه څه و نه ویل. وسله والو طالبانو هم لا څه نه دي ویلي.

هلته په کابل کې د افق شرق په نوم د یوه هوايي شرکت مشر امېد ساهي رویټرز خبري اژانس ته ویلي د امنیتي ستونزو له کبله یې کندوز ته پروازونه ځنډولي دي.

بلخوا افغان چارواکي په بغلان کې د عملیاتو پر مهال د ۲۸ وسله والو مرګ ژوبلې دعوه کوي.

د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو قومندان جنرال اسد الله شېرزاد بېګا مشال راډيو ته وویل، په ولایت کې عملیات یوه اوونۍ مخکې پیل شوي او دا چې اوس امنیتي حالت عادي شوی دی.

شېرزاد البته دا روښانه نه کړه چې په عملیاتو کې څومره وسله وال وژل شوي او ژوبل دي. وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG