د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوز دیر ټاکنې جماعت اسلامي وګتلې


په کوز دیر کې د جماعت اسلامي اعزاز الملک د صوبايي اسمبلۍ ۹۵مې حلقې پر څوکۍ ضمني انتخابات ګټلي دي.

د غیر سرکاري او غیر حتمي نتیجو تر مخه نوموړي د تېرې ورځې په انتخاباتو کې ۱۸۷۹۸ رایې تر لاسه کړې دي. په انتخاباتو کې د عوامي نیشنل ګوند خان بهادر د ۱۶۸۲۲ ووټونو په تر لاسه کولو دویم راغلی دی.

د کوز دیر د ۹۵مې حلقې څوکۍ هغه مهال خالي شوې وه چې د جماعت اسلامي مشر سراج الحق سېنېټر وټاکل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG