د لاسرسي ځای

تازه خبر

“سیاسي او مذهبي ګوندونو د کډوالو حقونو لپاره غږ نه دی پورته کړی”


د شمالي وزیرستان د کډوالو لپاره جوړه کمېټي وايي، د پاکستان سیاسي او مذهبي ګوندونو د دوی د حقونو لپاره هسې غږ (ږغ) نه دی پورته کړی لکه څنګه چې په کار وو.

د دې کمېټۍ مشر ملک نثار علي خان بېګا مشال راډيو ته وویل، دوی له ټولو سیاسي ګوندونو سره جرګې وکړې خو نتیجه یې نه لرله.

نثار علي خان زیاته کړه چې د پاکستان ګوندونه په قبایلي سیمو کې خپلې ګټې نه ويني نو ځکه خو کډوالو ته هم پاملرنه نه کوي.

په پښتون مېشته سیمو کې نفوذ لرونکي ګوندونه د کډوالو ګیلې مني خو وايي، دوی تر خپله وسه د شمالي وزیرستان له کډوالو سره مرستې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG