د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان له هوایي پوهنتونه ۱۸۴ تنه فارغه شول


د افغانستان له هوایې پوهنتون څخه ۱۸۴ کسانو نن د فراغت سندونه تر لاسه کړل.

د افغانستان د هوایې ځواکونو د قومندانۍ ویاند محمد نادر رئیس خیل نن (پنجشنبه) مشال راډيو ته وویل، چې فارغ شوي کسان په هوایې پوهنتون کې د یوه کال لپاره د پیلوټۍ او انجینیرۍ په برخه کې روزل شوي دي.

د ښاغلي رئیس خیل په خبره دا له تیرو شپاړسو کلونو راهیسې د هوایې ځواکونو لومړی پړاو فارغ شوي افسران دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG