د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د پخلاینې بهیر ملګري يو. پاکستان


د پاکستان خارجه دفتر نوی وياند خليل الله قاضي
د پاکستان خارجه دفتر نوی وياند خليل الله قاضي

د خبري غونډې دوران دخارجه دفتر وياند خليل الله قاضي وويل چې راتلونکې څو اوونیو کې به وزيراعظم نوازشريف د کابل دوره کوي خو د دې لپاره لا نېټه نه ده ټاکل شوې.

د زيارت پر ورځ ماسپښين د پاکستان بهرنیو چارو دفتر ودانۍ کې اونيزې خبري غونډې ته د وینا پر مهال د خارجه دفتر نوي وياند خليل الله قاضي وويل، پاکستان د افغان حکومت او طالبانو ترمنځه په هېواد دننه او بهر د مذاکراتي او مفاهمتي عمل هر کلی کوي،او زیاتوي چې هېواد به یې د پخلاینې په دغه بهیر کې تر خپله وسه هر ډول مرسته کوي.

ده زياته کړه د پاکستان حکومت له ګاونډيو ملکونو سره د امن په پاليسۍ عمل کوي ځکه چې ګاونډ کې امن وي نو د دې اثرات به په ټوله منطقه پرېوځي. دی وايي، وزيراعظم نوازشريف د منطقې امن او کراري په لړ کې خپل يو نظر لري او وايي،’چې ګاونډ کې ا من وي نو د دې اثر به زموږ په ملک پرېوځي او تر دغه فکر لاندې موږ په خاص توګه په افغانستان کې د امن او مفاهمتي عمل په لړ کې خپل کردار ترسره کوو او غواړو چې خپلې هڅې لا سېوا کړو. ‘

خو پوښتنه دا ده چې په ریښتیا د افغانستان په اړه د پاکستان پاليسۍ بدله شوې او د دواړو ترمنځه اعتماد بحال شوی دی.په دغه اړه له خبريال رحيم الله يوسفزي سره په خبرو کې هغه مشال راډيو ته وویل، که څه هم د تېرو وختونو په پرتله دا وخت تعلقات ښه دي او د شمالي وزيرستان عملیاتو ستاینه، افغانستان او امريکا هم کړې ده خو بيا به هم د اعتماد مکمل بحالي کې وخت لګېږي.

دی زياتوي، چې د پاکستان قبايلي سيمو کې د حقاني شبکې زور مات شوی دی، خو بيا هم د اعتماد په بشپړه بحالۍ کې به وخت لګېږي ځکه، پاکستان ګوري چې افغانستان، ناټو او امريکا به اوس څه کوي او دغه رنګ افغانستان پاکستان ته ګوري.

د خبري غونډې دوران دخارجه دفتر وياند خليل الله قاضي وويل چې راتلونکې څو اوونیو کې به وزيراعظم نوازشريف د کابل دوره کوي خو د دې لپاره لا نېټه نه ده ټاکل شوې.

XS
SM
MD
LG