د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست ښار کې بمي چاودنې اوه تنه ټپیان کړل


نن د پنجشنبې ورځ د سهار لس نیمې بجې د خوست ښار جرګو ته تالار ته نږدې غازي ببرک خان ځدراڼ پارک کې بمي چاودنه شوه، چې په کې لږ تر لږه اوه کسان ټپیان شول.

چاودنه داسې مهال وشوه، چې د جرګو په تالار کې د چنار کلنۍ دودیزه مشاعره روانه وه.

د خوست امنیې قوماندان جنرال فیض الله غیرت مشال راډیو ته وویل، چې په دې پيښه کې څلور تنه پولیس او درې تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

وړاندې د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان د پيښې ژوبل شوي کسان درې تنه ښودلي ول.

د چاودنې عیني شاهدانو وویل، چې چاودیدونکي توکي د غازي ببرک خان پارک په دیوال کې ځای پر ځای شوي ول.

د چاودنې وروسته د مشاعرې ګډونوالو ته د ځايي چارواکو له خوا ډاډګیرنه ورکړل شوه او مشاعره بیرته په عادي ډول روانه شوه.

د یادونې وړ ده، په دې وروستیو کې په خوست ښار کې ځني بمي چاودنې رامنځته کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG