د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې په علیزو کې دوه ځانمرګي بریدګر ووژل شول


د کورمې قبايلي سيمې چارواکي وایي چې بېګا ماښام په عليزو سيمه کې امنيتي سرتيرو دوه ځانمرګي بريد کوونکي هدف ته د رسيدو مخکې هغه وخت وژلي دي چې د دغه سيمې په يو سکول کې د فټبال لوبه روانه وه.

چارواکي وایي چې په دغه پېښه کې دوه ولسي وګړي د عليزو سراج علي او د پيواړ حامد حسين وژل شوي او يو سرکاري اهلکار هاشم علي ژوبل دی، د چارواکو په خبره سراج علي هغه مهال ووژل شو چې کله دغو بريد کوونکو ځانونه والوځول او حامد حسين دبريدګرو لخوا په ډزو ژوبل شوی وو چې بیا یې په روغتون کې ساه ورکړه.

د وسله والو طالبانو د حکيم الله محسود ډلي د دي برید پړه پر غاړه اخستي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG