د لاسرسي ځای

نن سهار لس نیمې بجې د خوست ښار جرګو ته تالار ته نږدې غازي ببرک خان ځدراڼ پارک کې بمي چاودنه شوه، چې په کې لږ تر لږه درې کسان ټپیان شول.

چاودنه داسې مهال وشوه، چې د جرګو په تالار کې د چنار کلنۍ دودیزه مشاعره روانه وه.

د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان د پيښې په تړاو مشال راډیو ته وویل، چې په دې پيښه کې درې تنه پولیسان ټپیان شوي دي.

خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت هم چې د چاودنې له ځایه کتنه کوله، پيښه تائید کړه.

د چاودنې وروسته د مشاعرې ګډونوالو ته د ځايي چارواکو له خوا ډاډګیرنه ورکړل شوه او مشاعره بیرته په عادي ډول روانه شوه.

د یادونې وړ ده، په دې وروستیو کې په خوست ښار کې ځني بمي چاودنې رامنځته کیږي.

XS
SM
MD
LG