د لاسرسي ځای

"د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې۵۰ وسله وال وژل شوي"


د افغانستان په جنوب کې د محاربوي عملياتو پرمهال ۵۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴۱ ټپيان شوي دي. په همدې حال کې ۱۳ ځای پر ځای شوي ماينونه خنثی شوي دي.

د ۲۰۵م قول اردو قومندانۍ د مطبوعاتي دفتر په يوه خبر پاڼه کې راغلي چې د وسله والو مخالفينو د له منځه وړلو په مقصد؛ په زابل، کندهار، ارزګان او دايکندي ولايتونو کې د ۲۰۵م اتل قول اردو محاربوي عمليات دوام لري.

د اعلاميې له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتو کې د دغو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د ملي اردو د منسوبينو او امنيتي ځواکونو له خوا په دغو عملیاتو کې يو شمېر کلي له وسله والو مخالفینو څخه تصفيه شوي دي.

اعلاميه زياتوي چې د شاجوی ولسوالۍ په سرخکان او ابرهيم خېل کليو کې د عملیاتو پر مهال ۵۰ طالبان وژل شوي چې په وژل شویو کې د ګوجي په نامه مشهور قومندان او ۱۸ پاکستانيان همشامل دي.

XS
SM
MD
LG